fbpx

د ايډز نړيواله ورځ او پاکستان

خبريال وېبپاڼه/ ۱ ډسمبر ۲۰۱۹- که څه هم د ډسمبر لومړۍ نيټه د ايډز(HIV ) د وژنکي ناروغي پر وړاندي د مبارزې نړيواله ورځ ده دغه ورځ د نړۍ په ګوټ ، ګوټ کې په بيلابيلو مراسمو نمانځل کيږي.

سږ کال د روغتيا نړيوال سازمان د ايډز نړيواله ورځ ( هره ټولنه بدلون راوستی شې) تر شعار لاندي و نمانځله.

د پاکستانۍ رسینو او ددې هيواد د روغتيايې چارواکو د وينا له مخې د ايډز ( HIV ) وژونکې ناروغۍ په دې هيواد کې خطرناکې کچې ته رسيدلي او په زرګونو پاکستانې وګړي په دې خطرناکې او وژونکې ناورغۍ اخته دي.

ډيرو روغتيايې شنوونکو ويره څرګنده کړي چې په سيمه کې پاکستان لومړنی هيواد دی، چې د ايډز سارې ( ليږدونکي) ناروغۍ کچه پکې بيخي لوړه شوې او د دې ويره شته چې دغه وژونکی ويروس که کنټرول نشې نورو هيوادنو ته هم ليږديدای شې.

تيره ورځ د پاکستان د روغتيا وزير ظفر ميزا په اسلام اباد کې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې رسنييو ته وويل چې په پاکستان کې د ايډز(HIV) ناروغۍ په ډيرېدو ده او که کنټرول نشې ډيري بدي پايلي به ورلري.

ښاغلي ظفر ميرزا زياته کړه چې د پاکستان په جنوب کې يوازي په يوه ښار کې ٧٠٠ کسان د ايچ ای وی په ويروس اخته دي دی وايې چې شايد ارقام تر دې هم لوړ وي ځکه دغه يوازي هغه رسمي شيمرې دي.
ظفر ميرزا د ايډز د ناروغۍ عوامل اخلاقي فساد او نشه يې توکې ياد کړل.

د پاکستان په يوه بل ښار رتوديرو کې يوازي په ٦ ورځو کې ٦٨١ کسان چې د ٥٣٧ تنو عمرونه له ٢ کلنۍ نيولې تر ١٢ پورې وو، په ايډز له هغه وروسته اخته شول چې يو سيميز ډاکټر په په ايډز اخته وو.

له دې وروسته هغه سيميز ډاکټر د پوليسو له لوري ونيول شو او تر درملنې لاندي دی.

په ټول پاکستان کې تر دې محاله ٢٥٠٠٠ کسان په ايډز اخته دي چې روغتيا پالان او ډاکټران وايې په پاکستان د ايډز د ناروغۍ کچه تر دې څو برابره لوړه ده ځکه ددوی په وينا ډيری خلک نه غواړي ځان په رسمي بڼه د ايډز په ناروغانو کې ثبت کړي.
روغتيا پالان زياتوي چې دا يوازي رسمي شيمري دي.

ايډز (HIV) هغه ناروغۍ ده چې د انسان دفاعي سيستم کمزوری کوي، او د انسانان د مرګ تر کومې رسوي.
ددې ناروغۍ د پيدا کيدا عوامل بيلابيل دي خو تر ټول اغيزناک يې نا مشروع اړيکې او د پيچکاريو پواسطه نشه يې توکي کارول دي دي.

کتوونکي کې وايې په پاکستان د ايډز د ناروغيو لامل جوت دی.دوی زياتوي چې په پاکستان کې د نامشروع اړيکو ځايونه پريمانه دي او د پنجاپ په ځينو ښارونو کې خو بيخې د يوه دود په څير ګرځيدلي دي.

په ټولينزو رسنيو که دا موضوع هغه لا ګرمه شوه،
چې داسې اوازې خپرې شوي چې د پاکستان پخوانی فوځي مشر فرويز مشرف هم د ډير اخلاقي فساد له امله اوس په ايډز اخته شوی.

دانش

Your SEO optimized title page contents