fbpx

له اوسني بحرانه د وتلو لپاره د سیاسي ډلو هڅې

خبریال وېبپاڼه / ۱ ډسمبر ۲۰۱۹ – د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو، سیاسي، ډلو، ګوندونو، سیاسي جریانونو او پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نزدې کسانو د هېواد له اوسني بحرانه د وتلو لپاره د طرحې جوړولو کار پیل کړ.

سیاستوالو نن(یکشنبه لېندۍ ١٠مه) ”د سولې کنفرانس او له اوسني بحرانه د وتلو لپاره د اساسي طرحې جوړولو” تر نامه لاندې په کابل کې ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان ګلبدین حمکتیار  او احمد ولي مسعود، د افغانستان د ملي یووالي نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني، د افغانستان د سولې او نجات شورا مشر ګل رحمن قاضي، د طالب ډلې پخواني غړي عبدالحکیم مجاهد او سید اکبر اغا په ګډون یو شمېر نورو سیاستوالو هم ګډون درلود.

سیاستوالو د ١٥ ماده اییز پرېکړه لیک استدلال وکړ، دوی ټینګار کړی، چې د ولسمشرۍ ټاکنو له لارې نه دي توانیدلي یو ټول منلی حکومت رامنځته کړي نو له دې کبله اړتیا لیدل کیږي چې له اوسني بحرانه د وتلو لپاره یوه طرحه جوړه شي.

سیاستوال وایي، افغانستان یو نامعلوم اړخ ته روان دی، که چېرې افغان سیاستوال په خپل منځ کې جوړ نه شي، یو ملي حکومت رامنځته نه کړي او په خپل منځ کې سوله رامنځته نه کړي، کېدای شي، سبا د هېواد سیاسي حالت بدلون وکړي او موږ پر ډاګ پاتې شو.

بل پلو د روان کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار د داسې موقت حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کوي چې مشر یې باید د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو نه وي.

حکمتیار زیاتوي، د تلې ٦مې نېټې ولسمشرۍ ټاکنو په یو بحراني حالت کې دي، د موقت حکومت رامنځته کېدو ته اړتیا ده، چې مشر یې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند نه وي او نه یې هم د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاینونو ترسره کړي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان(١٣٩٨) کال تلې میاشتې ٦مې نېټې ولسمشرۍ ټاکنې له څو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم نه دي اعلان شوي او د ټاکو خپلواک کمېسیون د رایو بیا شمېرنې بهیر د ترسره کېدو له پرېکړې سره د یو شمېر ټاکنیزو ډلو نوماندانو مخالفت له امله، لا هم په یو شمېر ولایتونو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکیزې ډلې د پلویانو له لوري د ټاکو کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي پاتې چې له مخې یې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو اعلان هم ځنډېدلی دی.

په ورته مهال د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې او پلویانو یې د تېرې(جمعه لېندۍ ٨مه) د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې لاریونونه وکړل، له کمېسیون یې د ٣٠٠زره غیر بایومټریک رایو د تورو او باطلو اعلانولو غوښتنه کوله.

Your SEO optimized title page contents