fbpx

لويي چینايي کمپنۍ له کندهارۍ پیغلي بښنه وغوښته

د چین ملکیت ټولنیزي رسنۍ ټیکټاک له کندهارۍ پیغلي فیروزي عزیزي بښنه غوښتي.

فیروزه عزیزي د امریکې په نیوجرسي کې اوسیږي او د افغان سندرغاړي خالق عزیز لور ده .

اوس یادي کمپنۍ د پيغلي عزیزی اکونټ په دغه رسنۍ کې بیرته فعاله کړی دی.

د نوموړې ‘ټېکټاک’ ګڼون له هغه وروسته د څو ګړیو لپاره ناچله شو، چې په یوه وېډیو کې یې له اویغور مسلمانانو سره د چین پر چلن نیوکه وکړه.

اوس ‘ټېکټاک’ وايي، چې د ۱۷ کلنې فیروزه عزیز له حساب یې دا بندیز لرې کړی دی.

دا شرکت وايي، د حساب ځنډول له چینايي سیاست سره تړاو نه لري، بلکې د هغې په اکونټ کې د پخوانيو موادو له امله و.

ټیکټاک یو داسي اپ دی چې خلک پکې خپل وخت خوښ تیروي او له ملګرو سره سندري، کمیډي ویډویا ګاني او شعرونه خپروي.

ویل کیږي چې خالق عزیز چې د فیروزي پلار دی له یوشمیر وکیلانو سره اړیکه نیولي تر څو د ټیکټاک شرکت سو کړي.

 

بېجنیګ کې له ‘بایټ ډانس’ سره تړلی ‘ټېکټاک’ ټیګار کړی چې له چین بهر خپلو تولیداتو باندې د منځلارۍ اصول نه پلي کوي.

د چین دولت پر اغیور مسلمانانو باندي پراخ بندیوزونه لګولي دي.

هغوي یي په کمپونو کې اچولي، حقوق یي ترینه اخیستي او هیڅ راز حقوقی او ټولنیزي ازادۍ نه ورکوي.

ویل کیږي یاد مسلمانان په ډیره بي رحمي وژل کیږي او په لکهاوو نیول شوي او بندیان کړای شوي دي.

خو فیروزه عزیز ټوېټر کې وايي، چې د ‘ټېکټاک’ ځواب یا وضاحت ورته د منلو نه دی.

هغې سي ان ان امریکايي ټلویزیون ته وویل : (( زما افغانان هیوادوال او د چین مسلمانان ډير کړیږي او دا چې دوي څومره په بي رحمي شکنجه کیږي او کړول کیږي زما زړه ته ډیر درد را کوی)).

فیروزي عزیزي په نړیواله کچه د ایغورو مسلمانانو د شکنجي او کړوني په باب پام دغه مظلوم قوم ته را واړول.

“زه په دې باور وکړم؟ چې دوی د یوې طنزیه وېډیو سره چې زما پخواني ډیلېت شوي حساب سره د تړاو له امله زما حساب وځنډاوه. له هغه وروسته ما د اویغوریانو په هکله درې برخې وېډیو بشپړه نه کړه داسې نه ده.

نوموړې له دې مخکې بل حساب درلوده، خو ‘ټېکټاک’ وتاړه او وروسته یې دا ګڼون جوړ کړ چې پرون د څو ګړیو لپاره تړلی و.

د امریکا لپاره د ‘ټېکټاک’ د خوندیتوب مشر اریک هن وايي، پر عزیز یې دا بندیز د هغې وېډیو له امله لګولی و چې د روانې میاشتې لومړیو کې خپره وه او د اسامه بن لادن انځور پکې و:

“موږ دا منو چې ښايي دا وېډیو به د طنز لپاره وي، خو په دې برخه کې موږ سخته پالیسي لرو”.

میرویس جلالزی

Your SEO optimized title page contents