fbpx

بي پي ایل مراسمو ته سلمان خان او کترینه کيف هم دعوت شوي

 خبریال ډاټ کام/ ۲ دسمبر ۲۰۱۹- بنګله دېش کریکټ بورډ د سږني موسم بنګله دېش پریمیر لیګ د پرانیستې مراسمو کې د ګډون لپاره د هند بالیووډ سینما دوو تکړه اداکارانو کترینه کیف او سلمان خان ته هم بلنه ورکړي ده.

بنګله دېش کریکټ بورډ په وینا چې دا ځلې به د بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو د پیل مراسم د پخوانیو مراسمو په پرتله ډیر جالب او رنګین وي.

د بي پي ایل اداري شورا موقت مشر سهیل خان په وینا دواړه فلمي ستوري سلمان خان او کترینه کیف به د دسمبر میاشتې په اتمه نېټه د بي پي ایل سیالیو د پرانیستې مراسمو کې چې شیري بنګله لوبغالي کې ترسره کیږي،ګډون وکړي او دغو مراسمو ته به له ښکلا ورکړي.

سهیل خان د رسنیو سره په خبرو کې وویل: (( مونږ د بنګله دېش کریکټ بورډ د مالوماتو په اساس د دواړو فلمي لوبغاړو سلمان خان او کترینه کیف ګډون پرانیستې مراسمو کې تاییدوو. پدې مراسمو کې به مشهور سندرغاړی ممتاز هم ګډون ولري. ددې علاوه نورو مشهورو کسانو نومونه هم په لیست کې شته،مونږ له دوی سره د خبرو په جریان کې یو،کله چې د دوی شتون تایید شي،بیا به یې نومونه له تاسو سره شریک کړو.))

د ځینو سرچینو د معلوماتو په اساس چې د بنګله دېش د پریمیر لیګ د پرانیستې مراسمو کې د ګډون لپاره د بالیووډ سندرغاړو ارجیت سینګ او نها ککر سره خبرې روانې دي او ممکن دوی به هم پدې مراسمو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوي چې د بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو د پیل مراسم به د بنګله دېش په وخت مازدیګر په څلورو بجو او شلو دقیقو پیل او شپږ ساعته به دوام وکړي.

پدې مراسمو کې د ګډون لپاره د ټکټ بیه له (۱۰۰۰) تاکایي یا بنګله دېشي روپیو څخه نیولې تر لس زرو تاکایي پورې ټاکل شوي ده.

 بنګله دېش کریکټ بورډ دا ځلې دغه سیالۍ د( بنګابندهو بي پي ایل) په نوم لدې کبله نومولي،چې د بنګله دېش پریمیر لیګ د پرانیستې په ورځ د بنګله دېش هیواد بنسټګر  بنګابندهو مجیب الرحمان چې دوی یې د ملت پلار هم نوموي،سلمه د زوکړې ورځ ده او دوی یې په یو جشن سره نمانځي.

دا ځلې د تیرو کالونو په پرتله د لوبډلو د مالکانو په ځای ټول واک بنګله دېش کریکټ بورډ پخپله غاړه اخیستی او هرې لوبډلې ته یې د بورډ څخه ځانګړی ډایریکټر ټاکلی او دوی ته هر څه مسؤولیت په غاړه لري.

ټاکل شوي چې د بنګله دېش پریمیر لیګ سیالۍ به د روانې دسمبر میاشتې په یوولسمه نېټه پیل شي چې د نوي کال د جنورۍ یوولسمې نېټې پورې به دوام وکړي. ددغو سیالیو لپاره به د لوبډلو لخوا تمرینات یا تیارۍ سر د دسمبر له اتمې نېټې پیل شي.

یاده دې وي چې پدې سیالیو کې ځینې افغان لوبغاړي هم ګډون کوي.

Your SEO optimized title page contents