fbpx

بشر حقونو کمېسیون: معلول وګړي کولی شي بانکي حسابون پرانیزي

خبریال ډاټ کام/  ٢ دسمبر ٢٠١٩- د روان میلادي کال د دېسمبر د درېمې نېټې د را رسېدو په درشل کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، له دې وروسته معلول وګړي هم کولی شي، په دولتي او خصوصي بانکونو کې بانکي حسابونه پرانیزي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پرون(یکشنبه لېندۍ ١٠مه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ”د افغانستان ملي بانک ټولو خصوصي بانکونو ته لارښوونه کړې، چې له دې وروسته به ټولو معلولو وګړو(د لیدو او اورېدو حس معلولین) کولی شي، په خپل واک او اختیار په خپلواک ډول د نورو په مرسته خپل بانکي حسابونه پرانیزي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د معلولینو په حق کې دا تر ټولو ارزښتمند او مهم اقدام یاد کړی.

د ارقامو له مخې اوس مهال په ټول هېواد کې یو میلیون معلول وګړي ژوند کوي چې ٣زره تنه یې په حکومتي بسنټونو کې هم کار کوي.

بل لور دبشر حقونو خپلواک کمېسیون د معلولینو سره توپیري چلند د اندېښنې وړ بولي.

پرون(یکشنبه لېندۍ ١٠) د اداري اصلاحاتو په خپلواک کمېسیون کې د معلولینو ملاتړ غونډه ترسره شوه، یو شمېر معلولین چې په دې غونډه کې یې ګډون درلود زیاته کړې، موږ معلولینو ته اجازه راکړﺉ، تر څو پرېکړه وکړو، چې موږ څه غواړو.

د دسمبر ٣مه چې د لېندۍ د ١٢مې نېټې سره برابره ده، د معلولینو نړیواله ورځ ده.

دا ورځ داسې مهال رانزدې کیږي او نمانځل کیږي، چې په ټول هېواد کې معلول وګړي، ښوونیزو او روغتیایي خدمتونو ته په بشپړ ډول لاس رسی نه لري او لا هم په ټول هېواد کې د معلولینو تر مخه پرتې ستونزې د اړتیا په کچه نه دي حل شوي.

په ټول هېواد له مور ذاتي معلولینو پرته، زیات شمېر هغه معلولین دي، چې د څو لسیزو را په دې خوا د جګړو پر مهال معلول شوي دي.

د پولیو ناروغي، جګړې، بمي چاودنې او سړک غاړې ماین چاودنې په هېواد کې د معلولینو د شمېر د زیاتېدو عمده لامل بلل کیږي.

په ورته مهال د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو وزارت سره په زرګونه معلولین ثبت دي، چې هر کال له ٣٠ زره تر ٦٠ زره افغانۍ له حکومت ترلاسه کوي.

خو هر کال د بمي چاودنو او چریکي جګړو په زیاتېدو سره د معلولو وګړو شمېر هم پورته کیږي.

په ورته مهال په هېواد کې د معلولینو د شمېر له لوړېدو سره په بشپړ ډول د معلولینو ستونزو ته لاس رس نه کیږي، معلولین په ټولنه کې د سخت ژوند تېرولو سربېره د ټولنې د یو شمېر وګړو له لوري هم ځورول کیږي، معلولین وایي، یو شمېر خلک ورسره ښه چلند نه کوي، په بد لهجه ورسره خبرې کوي، ملنډې وهي او زموږ نیمګړتیاوې راته په ګوته کوي.

خو دا چې د معلولینو پر وړاندې ستونزو ته به په راتلونکي کې په بشپړ ډول لاس رسی وشي که نه او پر مخ به یې پرتې ستونزې حل شي که نه، هغه څه دي چې معلولین یې په اړه اندېښنه لري.

Your SEO optimized title page contents