کور پاڼه / خبرونه / د ټاکنو کمیسیون وايي طالبان دې په ټاکنو کې برخه واخلي

د ټاکنو کمیسیون وايي طالبان دې په ټاکنو کې برخه واخلي

د ټاکنو حپواک کمېسيون له سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او له وسله والو غوښتي چې د ټاکنو له کمېسيون سره دې د دغه بهير په ښه پرمخ بېولو کې همکاري وکړي.  د ټاکنو کمیسیون رییس عبدالبدیع صياد وايي طالبان دې په ټاکنو کې برخه واخلي، خلک دې ټاکنو ته وهڅوي. د صیاد په خبره له دغه بهیر سره د خلکو برخلیک تړلی دی نو طالبان هم کولی شي، چې ددغه سیاسي سیالۍ ډګر ته ننوځي او خپل مخالفت ختم کړي.

صياد زياته کړه چې د ټاکنو کمېسيون له وسله والو مخالفينو څخه غواړي چې خلک دې د نوم ليکنې لپاره وهڅوي او د رايې ورکولو په مرکزونو کې دې د هغوی ته خنډ نه جوړوي.  

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

کابل کې ۵۰ سلنه جرمونه کم شوي

چارواکي وايي په کابل کې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله ۵۰سلنه جرمونه کم شوي …

امارات د افغانستان په اقتصادي برخه کې مرسته کوي

 متحده عربي امارات د افغانستان د بنسټيزو او لويو پروژو په برخه کې د همکاريو …