fbpx

ننګرهار کې د افغان ځانګړو ځواکونو پرضد لاریون شوی

خبریال ډاټ کام/۲ ډسمبر ۲۰۱۹ـ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو بې ګناه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي وایي تیره شپه د ملي امنیت اړوند ځانګړو ځواکونو د اچین په پيښې سیمه کې عملیات کړي او بې ګناه ولسي وګړي یې شهیدان کړي دي.

د سیمې اوسیدونکي د یوه لاریون پرمهال د شهیدانو مړي هم له ځانه سره د لاریون سیمې ته رالیږدولي وو.
لاریون کوونکو د افغان ځانګړو ځواکونو پرضد شعارونه ورکول .

دوی وایي دوه تنه شهیدان پلار او زوی دي او بې ګناه یې شهیدان کړي دي دې قهرجن لاریون کې د شهیدانو خپلواکو ویلې تر هغه به خپل اعتراض ته دوام ورکړي څو د دې بې ګناه وژنو د مخنیوي پوره ډاډ ترلاسه نه کړي.

لاریون کوونکي وایي کلونه کیږي په بیلابیلو نومونو شهیدانیږي خو پوښتنه یې څوک نه کوي د دوی په خبره له دې وروسته هیچا ته پر دوی د ظلم کولو اجازه نه ورکوي.

بل لور ته د ملي امنیت اړوند ۰۲ قطعې په یوه اعلامیه کې ویلي چې، په اچین ولسوالۍ کې تېره شپه دوی عملیات نه دي کړي او په دې تړاو خبرې دروغ دي.

اعلامیه کې ویل شوي: (( ملي امنیت ۰۲ قعطې د اچین په پيښې کې عملیات نه دي کړي ، د دوی په تړاو خپاره شوي تورونه درواغ دي.))

خو ولایتي اداره بیا عملیات مني او وایي تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د اچین ولسوالۍ پېښې خوړ سیمه کې د ملکي وګړو پر یو کورعملیات کړي او دوه تنه یې شهیدان کړي

د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي افغان ځانګړو ځواکونو یو شمیر کسان له ځانه سره بیولي دي.
دی وایي بیول شوي کسان لا معلوم نه دي چې، په څه تور یې نیولي خو زیاتوي په تړاو به یې له څيړنو وروسته رسنیو سره معلومات شریک کړي.

له دې وړاندې هم د ۰۲ قطعې پر ضد په دې ولایت کې دا ډول لاریونونه شوي او د پيښو د څيړلو خبرې شوي خو وروسته یې جزیات پټ پاتې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې، جمهور رئيس غني هم څه موده وړاندې د ۰۲ قطعې په شپني عملیاتو بندیز لګولی وو خو بیاّځلې یې دې عملیاتو ته اجازه ورکړه.

جمهور رئیس غني ویلي وو چې، ۰۲ قطعه له دې وروسته بې څيړنو عملیات نشي کولای خو لاهم دا ډول پيښې رامنځته کیږي.

داسې ديرې پیښې شته چې پکې افغان ځانګړو ځواکونو بې ګناه ملکي وګړي وژلي دي.

ف ، م

Your SEO optimized title page contents