fbpx

ننګرهار کې د داعش تسليم شويو شمېر ۱۳۰۰ ته واوښت

خبریال ډاټ کام/ ۲ ډسمبر ۲۰۱۹ ـ ننګرهار ولایت کې د تیرې میاشتې راهیسې تر دې دمه د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۳ سوه داعش وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، د داعش وسله والو د زیاتو غړو د تسلیمۍ لوی لامل پر دوی دافغان ځواکونو وروستي فشارونه دي چې، په وروستیو عملیاتو کې یې پر دوی وارد کړي دي.

میاخېل زیاتوي چې، یاد شمیر داعش وسله وال د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو بریالیو عملیاتو او فشارونو له امله افغان دولت ته تسلیم شول.

دی وایي په دې کسانو کې ۱۳۰۱ داعش وسله وال شامل دي چې له دوی سره څه باندې ۸ سوه میرمنې او ماشومان هم تسلیم شوي دي .

میاخیل زیاتوي: ((په دیارلس سوه یو تسلیم شویو او نیول شویو کسانو کې ۳۷۸ د داعش جنګیالي شامل دي او۳۳۶ میرمنې دي او نور ۵۸۸ یې د دوی ماشومان دي چې د بېلابېلو لس هېوادونو اړوند استوګن دي))

هغه زیاته کړه، له یادو کسانو څخه یې ۵۴۳ تنه کابل ته لیږدولي شوي او ټولو نیول شویو او تسلیم شویو داعش جنګیالیو څخه د دوسیو له مخې څېړنې ترسره کیږي.

د ننګرهار والي زیاتوي چې په یاد شمیر کسانو کې ۷۴۸ تنه چې، په کې ۳۰۹ تنه میرمنې او پاتې ماشومان دي،لا هم په جلال اباد کې ساتل کیږي .

هغه وویل،د داعش د یادو میرمنو او ماشومانو د ساتنې او دوی ته د بشري مرستو رسولو په موخه یې ولایت مقام کې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي کمیټې غونډه ترسره کړه چې په کې د ولایت مرستیالې په ګډون د دولتي او مرستندویه ادارو مسؤلینو ګډون درلود
د ده په خبره له دوی سره یې اړینې مرستې ترسره کړي او پاتې نورې د اړتیا وړ مرستې به هم ورسره ترسره کړي.

جمهور رئيس محمد اشرف غني هم ننګرهار ته په خپل تیر سفر کې ویلي وو چې، په تسلیم شویو داعش وسله والو کې به یې د کوزې پښتونخوا میشت وګړي هغه چې ماشومان او میرمنې دي د دوی خپلوانو ته سپارل کیږي نه پاکستاني حکومت ته.

جمهور رئیس ویلي وو چې، دوی به له ماشومانو او میرمنو پرته د داعش وسله والې ډلې له نورو غړو سره هغه که بهرني دي اویاهم داخلي د قانون له مخې چلند ترسره کړي او د دوی له کورنیو سره به د افغاني کلتور له مخې چلند ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې، تازه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ۴۹ تنه داعش وسله وال چې،۲۱ ميرمنې او ۴۳ ماشومان هم ور سره دي امنيتي ځواکونو ته تسليم شول.

سرچینه وایي یادو تازه تسلیم شویو داعش وسله والو له ځانه سره پنځه ديرش ميله وسله هم امنيتي ځواکونو ته تسلیم کړي بل لورته داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې ننګرهار ولایت کې افغان ځواکونو ته د داعش وسله والې ډلې د تسلیمۍ لړۍ ډیره تیزه شوي چې امنیتي ځواکونه یې فشار ستر لامل بولي چې حکومت پر یادې ډلې د عملیاتو پرمهال اچولی دی او وایي، داعش وسله والو ډله نور له افغان ځواکونو سره د عملیاتو وس نه لري.

راپور: ف ، م

Your SEO optimized title page contents