fbpx

د نقیب مسید پلار د زوی په قضیه کې د انصاف ارمان ګور ته یوړه

خبریال وېبپاڼه / ۲ ډسمبر ۲۰۱۹- د پاکستاني پولیسو سره تېر کال په یوې جعلي بې بنیاده مقابله کې د شهید شوي پښتون ځوان نقیب الله مسید پلار محمد خان نن د سرطان ناروغۍ له کبله مړ شوی، خو د نقیب په حق کې انصاف له ځانه سره ګور ته یوړه.

د معلوماتو له مخې د نقیب مسید پلار محمد خان له تېرو څو میاشتو راهیسې په پینډۍ کې د ناروغۍ له کبله په یوه روغتون کې په بستر پروت وو، خو نوموړي نن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نقیب مسید د پلار په مړینه په ټولنیزو رسنیو ډیری خلکو خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي دي چې د خپل د زوی په قضیه کې انصاف د پاکستاني ظالم ریاست له لاسه ګور ته یوړه چې په دې سره به د نقیب مسید قاتل ته په دې قضیه کې نوره اسانتیا هم برابره شي.

محمد خان کال وړاندې کله چې په یوې دسیسه کې د هغه زوی نقیب مسید په شهادت ورسېد د شواهدو له مخې یې د پاکستاني پولیسو په مشر راو انور تور پورې کړ چې ګواکې نوموړي نقیب په بې رحمۍ سره وژلی دی.

د نقیب الله مسید وژنې تور د پولیسو د جیګ پوړي افسر راو نور ترڅنګ په ۲۵ نورو پاکستاني پولیسو هم لګېدلی دی چې نږدې کال کېږي دغه قضیه د پاکستاني حکومت له لورې په محکمو کې تر څېړلو لاندې ده، خو لاهم پکې کوم ښه پرمختګ نه ښکاري.

محمد خان څو موده وړاند ویلي وو، چې په ناروغ ځان له خیبر پښتونخوا څخه تر کراچۍ پورې د خپل شهید شوي زوی نقیب مسید د قضیې د څارلو پر وخت له ګڼ شمېر ګواښونو سره هم مخ شوی دی چې د ریاست له لور ورسره هیڅ راز مرسته نه وه شوې.

په تېرې اکتوبر میاشت کې هم د پاکستاني ریاست له لورې د سلګونو پښتنو قاتل د کراچۍ د پولیسو مشر راو انور په زمانت له زندانه خوشې شوی و، خو اوس یاد ریاست بیا غواړي چې نوموړی له هغه نوملړه هم وباسي چې بهر ته سفر نه شي کولی د حکومت له لورې هڅه داده چې نوموړی له هېواده بهر نور ژوند تیر کړي.

په پاکستان کې مېشت پښتانه او سیاسیون هم وایي، چې د راو انور خوشې کول او یاهم له هېواده بهر ورته د سفر اجازت ورکول د سلګونه پښتنو په حق کې ظلم دی دوی زیاتوي، راو انور باید تر هغې په دې لیست کې شامل وي څو پورې چې پښتنو نه وي بښلی.

په تېر ۲۰۱۸ کال جنورۍ میاشت کې د کراچۍ د پولیسو مشر راو انور قبایلي ځوان نقیب الله مسید له دریو نورو پښتنو ځوانانو سره یوځای د ترهګرو سره په اړیکو لرلو په شهادت ورسول.

خو په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد محکمې د یو کال مسلسلو څېړنو په اوږدو کې دا ثابته کړه چې نقیب مسید بې ګنا وو او راو انور یې قاتل حساب کړی وو.

Your SEO optimized title page contents