fbpx

خوست کې دایډز ناروغۍ پرضد د کرکټ سیالۍ پيل شوې

خبریال ډاټ کام/ ۲ ډسمبر ۲۰۱۹ ـ په خوست ولایت کې د اېډز ناروغۍ پروړاندې د عامه پوهونې په خاطر د کرکټ سیالۍ پيل شوې.

مسولین وایي، له دې ناروغۍ څخه د خلکو د خبرونې په خاطر یې دا سیالۍ پر لاره اچولي دي دا سیالۍ د خوست ولایت د حکیم تڼیوال پارک په کرکټ لوبغالي کې په لاره اچول شوي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رئيس د دې سیالیو د پرانیستې پرمهال وویل، چې، په دې ولایت کې له دوی سره د ایډز د ناروغۍ ۹۵ پېښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا رئیس ډاکتر حبیب شاه انصاري وایي چې، دا ډول سیالۍ د خلکو دخبرونې او پوهونې لپاره په دې برخه کې اغیزمن رول لوبولای شي.

دی وایي په ټول هېواد کې سږکال د ایډز د ناروغۍ ۲۸۸۲ پيښې ثبت شوي دي.

په یاد ولایت کې د ایډز د کنترول مرکز مسولین وایي چې، د دې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې په خاطر اوسمهال دهېواد په مختلفو ولایتونو کې د درملنې مرکزونه جوړ شوي دي.

د یاد مرکزمشر ډاکټر حافظ الله وایي په یادو روغتیایي مرکزونو کې د ایډز د ناروغانو وړیا درملنه کیږي.

د کرکټ په دې سیالیو کې ګډونکوونکي لوبغاړي هم ورزش د دا ډول ناروغیو دمخنیوي ښه حل لار بولي او وایي، د کرکټ سیالۍ په عامه پوهاوي کې ښه رول لوبولی شي ځکه په خبره یې په هېواد او نړۍ کې د دې لوبې مینه ډیر دي.

دوی وایي، که مسولین د ناروغیو د درملنې په خاطر په هېوادنۍ کچه دا ډول سیالۍ په لاره واچوي نو لرې نه ده چې، د هېواد ټول وګړي به یې په اړه معلومات ترلاسه او د مخنیوي هڅې به یې پیل کړي.

ایډز یوه ساري ناروغي ده چې، د بېلابېلو عواملو له کبله په انسانانو کې پيدا کیږي او له یوه انسان نه بل انسان ته سرایت کوي.

روغتیایي مسولین وایي، که څه هم اوس په هېواد کې د دې ناروغۍ لمنه دومره پراخه نه ده خو زیاتوي چې، داسې لاملونه شته چې، دا ناروغۍ په چټکۍ سره ډیره او ګڼ خلک پرې اخته کړي.

د آيډ ناروغان بیا وایي، دې ناروغۍ ورته ژوند تریخ کړي او د ټولنې وګړي هم ورته په سم نظر نه ګوري ځکه د دوی په خبره چې، ایډز ناروغان له اخلاقي اصولو وتلي خلک دي.

ډيری له دې ناروغانو بیا په نشه روږدي دي او د ژوند هغه پړاو ته داخل شوي چې، مخنیوی یې خورا ستونزمن کار دي.

خو روغتیايی مسولین وایي دا ناروغي د بیلابیلو دلایلو له امله رامنځته کیږي او دوی یې هم د مخنیوي کلکې هڅې پيل کړي دي.

دا سیالۍ داسې مهال د ایډز په اړه د خلکو د عامه پوهاوي په اړه پيليږي چې، تیره ورځ په ټول هېواد کې د ایډز نړیواله ورځ ونمانځل شوه.

ف ، م

Your SEO optimized title page contents