کور پاڼه / خبرونه / کندهار کې د نوم لیکنې مرکزونه کم دي

کندهار کې د نوم لیکنې مرکزونه کم دي

د کندهار ولایت چارواکي او خلک د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو له کموالي شکایت کوي.

پرون د کندهار په ګډون د هیواد په نورو ولایتونو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د خلکو نوم لیکنه پیل شوه، خو د کندهار والي جنرال زلمي ویسا وویل چې د نوم لیکنې مرکزونه کم دي.

د کندهار د انتخاباتو کمېسیون وايي، د دغه ولایت لپاره د نوم لیکنې ۲۲۵ مرکزونه پرانېستل شوي، هغه رقم چې د کندهار په والي سربېره د ولایتي شورا مسؤلین یې هم کم بولي.

دوی وايي چې د نوم لیکنې دا مرکزونه یو میلیون کسانو ته دي؛ په داسې حال کې چې د کندهار نفوس درېیو میلیونو ته رسېږي.

 

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

کابل کې ۵۰ سلنه جرمونه کم شوي

چارواکي وايي په کابل کې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله ۵۰سلنه جرمونه کم شوي …

امارات د افغانستان په اقتصادي برخه کې مرسته کوي

 متحده عربي امارات د افغانستان د بنسټيزو او لويو پروژو په برخه کې د همکاريو …