fbpx

دفاع وزیر اسدالله خالد عبدالرشید دوستم مهار کړ !

خبریال ویب پاڼهدافغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد نن په جوزجان کې د ازبک ملېشو له قوماندان عبدالرشید دوستم سره ناسته وکړه او ویل کېږي چې ددفاع وزیر اسدالله خالد عبدالرشید دوستم و پوهاوه چې د نظام د ننګولو هڅه دي نه کوي .

د ناستي په تړاو خبریال ډاټ کام ته ورکول شوي معلومات ښيي چې ښاغلی دوستم په دې وپوهول شو چې نور هغه د ټوپکیانو وخت نه دی ، احتجاج د هر افغان دیموکراتیک حق دی خو افغان امنیتي ساتونکي هیچاته د ولس د ځورولو او د حکومت او ولس املاکو ته د تاوان رسولو اجازه نه ورکوي .

په دغه ناسته کې چې نن په وشوه ه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ماموریت عموميقوماندان جنرال سکاټ میلر هم ګډون کړی وو.

جنرال عبدالرشید دوستم چې له وخته یې ملېشې په ګیلم جم مشهوره دي ، په دې وروستیو کې د احتجاج تر نامه لاندي د نظام د ننګولو هڅه کوله .‌

تر اوسه لا دوستم په دې تړاو څه نه ديویلي ، خو دافغانستان ددفاع وزیر اسدالله خالد لا له وړانديویلي وو چې د ټاکنو د جنجالي کېدو اجازه هیچاته نشي ورکولای ،البته افغان امنیتي ساتونکي د ټاکنو په پروسه کې بې پرې دي .

تر دې وړاندي د جوزجان له ولس سره داسي اندېښنې شته وې چې ګواکې یوځل بیا د رشید دوستم د ملیشو له ظلم او ستم سره مخ نشي ، خو اوس داسي ښکاري چې دا چاره مهار شوه او د افغانستان ددفاع وزیر اسدالله خالد او ورسره پلاوي ښايي دوستم پوهولی وي چې د تاوتریخوالي اجازت نه لري .

د افغانستان د ولسمشري د جنجالي ټاکنو پروسه لا هم په ټپه ولاړه ده ، خو تر دې وړاندي دارګ یوې سرچینې خبریال ډاټ کام ته ویلي وو چې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی پر یوه داسي تګ لاره کار کوي چې یوځل بیا ګډ حکومت جوړ کړي‌.

نن د هم هغه ګډ حکومت طرحه د کاندیدانو د اتحادیې له لوري هم وړاندي شوې ده .

که چېرته د دفاع وزیر اسدالله خالد وتوانېږي چې له عبدالله عبدالله نه عبدالرشید دوستم لیري کړي ، نو د ټلوالي د ځواکمنو قوماندانانو لکه استاد عطامحمد نور او امرالله صالح غوندي کسان لا له وړاندي له عبدالله نه لیري شوي ، ښايي بیا عبدالله عبدالله په اساني سره د ټاکنو پایلو ته غاړه کښېږدي‌.

Your SEO optimized title page contents