fbpx

په اچین ولسوالۍ کې تازه را ټوکېدلی ژوند

خبریال وېبپاڼه / ۲ ډسمبر ۲۰۱۹ – جګړې او د جګړې تر ټولو بد لوری داعش ترهګرې ډلې ځپلې د ننګرهار سویل لور ته پرته اچین ولسوالۍ د بیا ژوندي کیدو هڅه کوي.

هلته په لومړۍ ورتګ سره هر څه وران او ویجاړ بریښي، مسجدونه شهیدان، ښوونځي نسکور، مدرسې ړنګې دوکانونه خلاصې دروازې سړوکونه ویجاړ کلي سپیره؛ خو لاهم پکې خال خال روغ کورونه ښکاري.

دا په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرې ډلې داعش ډلې پخوانۍ مرکز و، د اچین اوسیدونکي رنګ الوتي بریښي، د دوي څېرې سپېرې، خاورینې، غم لړلې، او د اوږدې ناروغۍ شاهدي ورکوي.
داسې ښکاري لکه د دغه بدرنګه جګړې ځپلې ولسوالۍ هر وګړی چې د ژور خفګان په اوږده ناروغي اخته وي.

د دې ولسوالۍ اوسیدونکي چې اوس يې تازه د بیا ژوندي کیدو هیلې را ټوکېدلي وايي چې د داعش ترهګرې ډلې ظلمونه، کړاونه ، سپکاوي، وژنې او ترټنې يې په خپلو سترګو لیدلې.
دوی وایی چې موږ له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه هېڅ نه غواړو؛خو اچین دې بیا د داعش ترهګرې ډلې ته نه پریږدي.

دلته کروندګر د غویوو، او ټراکټرونو په مټ چې له نورو ولسوالۍ يې په پور راوستلي د بیا کروندې لپاره یویې کوي.
ځینو برخو کې خټګر لګیا دي خپل نړيدلي کورونه رغوي، ځینې له پنځه کلنې جګړې وروسته د ګروندو پر کښتونو بوخت دی، د اچین د بازارڅیرمه شهید شوي مسجد ته د بیا رغېدو سترګې ور اوښتي دي، هلته نسکور ښوونځي د بېرته ودریدو په در شل کې دي.

په خاورینو څېرو کې ښکلي ماشومان د ښوونځیو د بیا پرانیستلو انتظار کوي د اچین په یوه برخه کې ماشومان په لوبو بوخت دي داسې ښکاري چې پخواني ژوند ته د را غبرګیدو هیلې يې پوره شوې.

دا ولسوالي د افغانستان تر بلې هرې سيمي ډيرې پاملرنې ته اړتیا لري، افغان حکومت ته پکار ده چې د ځانګړې بودجې له مخې د دغه ړنګې او کپرې ولسوالۍ د روغېدو هڅه او تابیا وکړي

اچین د ننګرهار هغه ښکلې ولسوالي ده چې د یوې بې وزلې پیغلي په شان په باطن ښکلې خو جامو بدرنګه ښکاري.
پای

لیکوال: عزیز احمد تسل

Your SEO optimized title page contents