fbpx

څلور لویې نښې چې د کڼېدو مخکې را څرګندیږي

خبریال وېبپاڼه / ۲ ډسمبر ۲۰۱۹ – غوږ د انسان د بدن له مهمو حساسو برخو څخه شمېرل کېږي، خو ځیني وخت ځیني خلک د غوږ په بیلابیلو ناروغیو باندې اخته کېږي او د اوریدلو دا حساسه وسیله له لاسه ورکوي.

روغتیایي کار پوهان وایي، چې د غوږ هر ډول ناروغي باید بابېزه او اسانه ونه ګنل شي، ځکه چې همدا کوچنۍ ناروغۍ کولی شي د غوږ د خرابوالي لامل وګرځي یاهم مستقیمآ د مغزو په فعالیت باندې بده اغېره وکړي.

راځئ چې تاسو ته هغه نښې نښانې دروښیو چې د غوږ د کڼېدو وړاندې ورسره مونږ او تاسې مخ کېږو.

۱- لومړی په غوږونو کې ګوتې وهل

په غوږونو کې ډیری خلک په پرله پسې توګه د خارښت له کبله ګوتې وهي، یا یې هم په بله کومه یوه وسیله ګروي، دغه راز غوږونه لمسوي چې له دغې ډول تېروتنو له کبله د اوریدلو وسیله له لاسه ورکول کېږي.

۲- په اوریدلو کې توازن

د انسانانو غوږونه معمولأ یو شان اوریدنه په توازن سره کوي، خو د کڼېدو بله نښه دا هم ده چې د غږونو د اوریدو توازن پکې نابرابره وي یو غوږ ته اواز جیګ رازي بل غوږ ته ټیټ که د دې درملنه هم په وخت ونه شي د کوڼ کېدلو چانس په زیاته اندازه شته دی.

۳- د اورېدلو ضایع کول

دایې بله مهمه نښه ده چې په اغېزمنو انسانانو کې وي دوی عمومآ اورېدل ضایع کوي، غواړي خبرې بیا ځلي واوري او په سمه توکه پوی شي، خو ډاکټران وایی، چې د دې ډول ستونزې درملنه په لومړیو کې په اسانه توګه ترسره کېږي، خو وروسته یې بیا درملنه سخته ده.

۴- د هیرولو عادت

د کڼېدلو بله ستونزه داده چې زیاتره خلک شیان ډیر ژر هیروي اغېزمن شوی کس که په دې وخت کې څه واوري شېبه وروسته پرې فکرونه کوي چې ما څه واورېد چې دا دوه نښې دي یوه د مغز کمزورتیا ده او بله یې د اوریدلو وسیله بللی شو.

په ټوله نړۍ کې ډیری انسانان کاڼه دي، دوی په ورځني ژوند کې له سختو ستونزو سره مخ کیږي، په یوه مجلس کې په اسانۍ سره خپل هدف نه شي ترلاسه کولی، عمومآ د کورنۍ غړي، ملګري، ټولګیوال، ښوونکي، او د خپل د ژوند ملګرې / یا د ملګري خبره په سمه توګه نه شي اوریدلی چې په پایله کې خلک ورسره وخت تیرول یا ژوند کول ستړی بولي.

خو روغتیا پالانو د ټیکنالوژۍ د پرمختګ سره سم د غږ اوریدلو یو شمېر مهمې نازکې برېښنایي وسیلی هم جوړې کړي دي، چې دغه وسیلي ډیرې کوچنۍ دي او د ضرورت پر وخت یې ډیری خلک په خپلو غوږونو کې اچوي چې په دې سره یې په ورځني ژوند کې ډیری ستونزې له منځه وړي دي.

Your SEO optimized title page contents