fbpx

اڅکزی: پاکستان کې هغه کس وفاداره دی چې خاوره پلوري

خبریال وېبپاڼه/ ۲ ډسمبر ۲۰۱۹- په پاکستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او مخکښ سیاستوال محمود خان اڅکزی وایي، په پاکستان کې هغه کس وفاداره دی چې خپله خاوره پلوري، خو هغوی چې د خپل قام حقوقو ته ژمن دي خاینین بلل کېږي.

محمود خان اڅکزي چې نن ېې د پښتونخوا د پخواني ملي عوامي ګوند مشر خان شهید یا هم عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶ م تلین ته وینا کوله په تنده لهجه وویل، په پاکستان کې لاهم د پښتنو خلاف د سختو ګواښوونکو مرګوني دسیسو جوړولو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده چې له امله یې په سلګونه پښتانه له دې نړۍ رخصت شوي دي.

محمود اڅکزي د خپلو خبرو په دوام سره وویل، له ډیرو وړاندیزونو سره سره به هم هیڅکله د پښتنو په خاوره معامله ونکړي، ځکه ریاست د پښتنو مهم شخصیتونه په ډیر تخنیک سره له منځه وړي دي او ورک کړي دي.

نوموړي پاکستاني حکومت ته په خطاب کې داهم وویل، چې پښتنو خپله سیمه پښتونخوا له ډیرو قیمتي زیرمو څخه طبعي ډکه ده چې په دې توګه به د خپلو حقوقو د ساتنې په خاطر ریاست ته اجازت ورنکړي چې استخراج یې کړي بلکې له دې به پښتانه په وخت سره ګټه اخلي.

اڅکزی زیاتوي، چې په اوسني وخت کې مېشت پښتانه له سختو حالاتو سره مخ دي، پر پښتنو په مسلسله توګه ظلمونه روان دي، دغه راز په خپله خاوره هیڅ اجازت نه ورکول کېږي او نه هم خپل حقوقو ترلاسه کولی شي.

له دې وړاندې هم مخکښ سیاستوال محمود اڅکزي په خپله وینا کې ویلي وو، چې په یو هېواد کې دوه قانونه د منلو وړ نه دي، هغه ځکه چې پښتانه په یوې معمولي غلطۍ سره وژل کېږي، خو پوځ چې څه کوي هغه یې خپله خوښه ده چې په دې توګه حکومت له ولس پرته ځان ته خپل نوی بیل قانون جوړ کړی دی څوک چې وژني هغه ورته هیڅ کوم جرم نه ښکاري.

شهید عبدالصمد خان چې له نن څخه پوره ۴۶ کاله وړاندې په ۱۹۷۳ کال کې د ۶۶ کلونو په عمر د شپې پر مهال په بمونو باندې الوځول شوی وو،نن د هغه د مړیني ۴۶ م تلین په نمانځلو کې ډیری پښتنو سیاسیونو برخه اخیستې وه او هغې د پښتنو یو نه هیردونکی رهبر یاد کړ.

عبدالصمد خان شهید یو پوه سیاستمدار، ادیب، لیکوال، ژورنالېست،څېړونکی، د لوړ علم خاوند او د پښتنو یونه هېرېدونکی رهبر بلل کېږي چې تر نن ورځې پورې په پښتونخوا کې مېشت پشتانه لیکوالان، شاعران، مخکښې سیاسي څېرې هر کال تلین نمانځي.

Your SEO optimized title page contents