fbpx

د ای پي ایل نیلامۍ پړاو ته نېژدې ۱۰۰۰ لوبغاړو نوم لیکنه کړې

خبریال ډاټ کام/ د راتلوونکي  2020 کال د هند سترو ای پي ایل سوداګریزو  سیالیو د نیلامۍ پړاو لپاره د بیلا بیلو هیوادونو څخه شاوخوا (971) لوبغاړو نوم لیکنه کړي ده.
پدې لوبغاړو کې اوه سوه دیارلس  هندي او دوه سوه اوه پنځوس  بهرني لوبغاړي شامل دي. لدې ټولو لوبغاړو څخه به یوازې ۷۳ لوبغاړي د اتو بیلا بیلو لوبډلو لخوا د نیلامۍ پړاو کې واخیستل شي.

د اکشن یا بولۍ پړاو کې د نوم ثبتونې لیست کې تر ټولو ډیر لوبغاړي د اسټرالیا هیواد څخه دي چې (پنځه پنځوس) لوبغاړو یې نوم لیکنه ترسره کړي ده. ورپسې سویلي افریقا ده چې (څلور پنځوس) لوبغاړو یې نوم لیکنه کړي ده.
همداشان د سریلانکا څخه نهه دېرش لوبغاړو نوم لیکنه کړې،د ویسټ انډیز هیواد څخه څلور دېرش لوبغاړو، نیوزیلینډ څخه څلېرویشت، انګلیستان څخه دوه ویشت ، افغانستان څخه ۱۹، بنګله دېش څخه (6)،زمبابوې څخه دریو، هالینډ او امریکې څخه یو-یو لوبغاړي نوم لیکنه کړي ده.

ټاکل شوي چې د 2020 کال ای پي ایل سیالیو لپاره د لوبغاړو نیلامۍ یا پېر پړاو به د روانې دسمبر میاشتې په نوولسمه نېټه د هند په کلکتې ښار کې ترسره شي.
نیلامۍ پړاو تر ټولو لوړه بیه دوه او یو نیم کروړ هندۍ کلدارې ده.
تر ټولو په لوړه بیه، دوه کروړه هندۍ کلدارو کیټګوری کې اوه لوبغاړي شتون لري: پاټ کومینز،جش هیزلووډ،کریس لېئن،مېچل مارش،ګلین مکسویل،ډېل سټېن او انجلیو میتوز.دغه شان په یوه نیم کروړ هندۍ کلدارو کیټګوری کې روبین اوتاپا،شان مارش،کېن رچرډسن،جسن روی،ایون مورګن،کریس ووکز،ډیويډ وېلی،کریس موریس،کایل ایبټ شامل دي.
ټولې اته ګډون کوونکي لوبډلې مکلفې دي چې د دسمبر تر نهمې نيټې، د مازدیګر تر بجو پورې د شارټ لیست شوو لوبغاړو لیست داخل کړي،ترڅو د لوبغاړو د نیلامۍ لپاره ترې لیست جوړ کړي.

د ای پي ایل لوبډلو څانګو کې زیاته بودیجه کینکز الیون پنجاب لوبډله له ځان سره لري چې (څلېرویشت عشاریه اویا کروړه هندۍ کلدارې) ده او دوی یې په  نیلامۍ پړاو کې په ښو لوبغاړو اخیستو مصرفولی شي. ورپسې کلکته نایټ رایډرز ده او دوی (35,65) کروړه پیسې له ځان سره لري. همداشان راجستان څانګه (28,90) کروړه پیسې له ځان سره لري.
خو تر ټولو ډیر لوبغاړي بنګلور لوبډلې رانیولی شي او دوی د دوولسو  لوبغاړو خالیګاه لري،چې په نیلامۍ پړاو کې به د لوبغاړو اخیستو ډیره مصروفه وي.
د یادونې وړ ده چې د ای پي ایل سیالیو د نیلامۍ يا پېر پړاو لپاره سر له اوسه د لوبډلو مالکانو تیارۍ پیل کړي دي.
ویل کیږي چې د افغانستان لخوا به څلور افغان لوبغاړي نوین الحق،رحمان الله ګربز،کریم جنت او نور احمد لکڼوال هم د راجستان لوبډلې سره د یادو سیالیو لپاره په تمریني کمپ کې برخه واخلي.

Your SEO optimized title page contents