fbpx

نبي عیساخېل د رنګپور لوبډلې مشر وټاکل شو

خبریال ډاټ کام/۳ دسمبر ۲۰۱۹- د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې مخکښ الروانډر او پخوانی کپتان محمد نبي عیسخېل به د بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو راتلوونکي پړاو کې د رنګپور رنجرز لوبډلې مشري په غاړه ولري.

د نوموړي د کپتان په توګه د ټاکل کیدو خبر رنګپور رنجرز لوبډلې پخپله رسمي فسبوک پاڼه خپور کړئ دی.

محمد نبي عیسخېل پدې وروستیو کې له ټیسټ کریکټ لاس په سر شوی او خپل پام یې سوداګریزو لیګونو او همداشان د افغانستان لپاره د سپین توپ  لوبو ته کړئ دی.

د یادولو وړ ده چې دا به لومړۍ ځل وي چې محمد نبي عیسخېل په بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو کې د یوې لوبډلې مشري په غاړه لري،نوموړي لدې وړاندې بي پي ایل سیالیو کې د یوه لوبغاړي په توګه لوبې کړي،خو د کپتانۍ دنده یې نه وه ترسره کړې.

د رنګپور رنجرز لوبډلې تمه دا ده چې محمد نبي عیسخېل په بنګلادېش ویشتنځایونو ښه تجربه لري او وبه کولی شي چې ځوانه رنجرز لوبډله به تر اتلوالۍ مقام وراسوي.

رنګپور رنجرز لوبډلې وروسته له هغې د کپتان د ټاکلو ګام پورته کړ،چې دوه ورځې وړاندې داکا پلتون لوبډلې د بنګله دېش د یو ورځنیو لوبو کپتان مشرفی مرتضی د لوبډلمشر په توګه وټاکه.

په رنګپور رنجرز لوبډله کې دا لوبغاړي شتون لري:

محمد نبي،مستفیظ الرحمان،محمد نعیم،عرفات ثاني جهرل السلام،شای هوپ،تسکین احمد،فضل محمود،ذاکر حسن،نديف چودري،رشاد حُسین،لیوس ګروګری،کمرون ډلفپورټ،سنجیت سها.

ټاکل شوي چې د بنګله دېش پریمیر لیګ سیالۍ به د روانې دسمبر میاشتې په یوولسمه نېټه پیل شي چې د نوي کال د جنورۍ میاشتې تر یوولسمې نېټې پورې به دوام وکړي.

ټاکل شوي چې د بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو د پیل مراسم به د بنګله دېش په وخت مازدیګر په څلورو بجو او شلو دقیقو پیل او شپږ ساعته به دوام وکړي.

 بنګله دېش کریکټ بورډ د سږني موسم بنګله دېش پریمیر لیګ د پرانیستې مراسمو کې د ګډون لپاره د هند بالیووډ سینما دوو تکړه اداکارانو کترینه کیف او سلمان خان ته هم بلنه ورکړي ده.

Your SEO optimized title page contents