fbpx

ابو علي سینا اصلآ افغان او د بلخ ولایت اوسېدونکی وو

خبریال ډاټ کام / ابو علي سینا اصلآ دافغانستان دبلخ وه، نوم یې حسین، پلار نوم یې عبدالله، او دنیکه نوم یې سینا، وه، (۹۸۰م) کال کې دبخارا په افشني کلي کې پیدا شو لومړۍ او منځنۍ زده کړې یې په بخار کې وکړې څنګه چې هغه ډېر لوی طبیب وه، شاهي دربار ته یې لاس رسی وشو، وروسته یې شاهي کتابخانې ته هم لاره پیدا کړه، دلته هغه هر ډول کتابونه ولوستل مګر زیاته دلچسپي یې دیونانۍ فلسفې،  او ارسطو سره وه.
دفارابي غوندي ابن سینا هم هڅه وکړه چې مذهب او فلسفه سره همرنګه کړي او په دې هڅه کې څه نا څه بریالی هم شو، ابن سینا له ارسطو ډېر اغېزمن وه، هغه پخپله وایي ما د ارسطو ماوراء طبیعي فلسفه څلویښت ځله ولوستله مګر ورباني پوه نه شوم،بیا چې مې دفارابي تشریح ولوستله په ارسطو پوه شوم او په دې خوشالې کې مې خیرات وکړ، دابن سینا په دوره کې یوناني او اسلامي تهذیبونه سره غاړه غړۍ شوي وو، د ابن سینا لپاره ستونزمنه وه چې یو تهذیب ومني بل پرېږدي په نتیجه کې هغه دیونان فلسفه، منطق، او ماوراء طبیعت، داسلام دالهیاتو قرآن او پېغمبرۍ سره یو ځای کړل او خپله فلسفه یې دالشفاء نومې کتاب په بڼه ولیکله.

دهغه زمانې مذهبي فیلسوفانو او عیسوي متکلمینو دا اقرار کاوه چې خــــدای ج واحد او مفرد دی مګر هغوی په دې نه پوهېدل او پوښتنې ورپیداوې چې مفرد او واحد خدای ج او مرکبه او کثرتي دنیا څنګه او ولې جوړه کړې ده.

دفارابي غوندي ابن سینا هم د پلاتینوس له نظریاتو اغیزمن شو او د لومړی عقل او لومړي عشق نظریه یې جوړوله ابن سینا جیرایل هغه عقل بولي چې مادي انسان ته علم او مادې ته بڼه ورکوي نو ایا دغه مرکبه او پېچلې ماده د خدای ج برخه ده یاله عدمه راغلې ده او که پخپله قدیمه او ابدي ده، دارسطو غوندي ابن سینا دمادي دنیا د ابدیت منلو ته چمتو دی، مګر دهغه دور الهیاتي فیلسوفانو یې په نظر کې ونیول او ویل: خدای ج په منطقي لحاظ سره اولین ده، دکایئناتو وجود پخپل حیثیت علت او جوهر کې خدای ج ته اړ او محتاج ده، دخدای بې ارادې او قدرته دا کایئناتو یوه شېبه هم روغ نه پاتېږي او ړنګېږي مګر خدای ج هیچا ته اړ نه ده، هغه نه پیل لري نه پای.
مذهبي فیلسوفان یوې بلې پوښتنې هم ډېر ستړي کړي وه، چې که هر څه دخدای ج له لوري دي، نو ایا دبدیو سرچینه هم دخدای ج له لوري ده.

ابن سینا دا ستونزه داسي هواره کړه، بد دخدای له لوري نه دي انسان ته د آزادې ارادې د ورکولو په بدل کې بد ځینې اخیستل کیږي، همدا د ارادې دخپلواکۍ څخه دخوند اخیستلو بدل ده، بل دا چې جز بد ده، کل بد نه دي، دنېکۍ دوجود لپاره لیږ تر لیږه بد مهم دي که خدای ج بد نشوای زغملای دا نړۍ به یې پیدا کړې نه وای، که یې دا نړۍ نه وای پیدا کړې دا نړۍ چې څنګه ده تردې نوره ښه نه شي کیدلای.
ابن سینا دروح او جسم ثنویت مني، جسم خاوری کېدونکی او روح نه خاورې کېدونکی بولي، روح تل خپل اصل ته په وربهېدلو کې بې تابي کوي، دلته پوښتنه پیدا شوه؟ که جسم خاورې کېدونکی ده، دقیامت په ورځ خدای ج څوک ژوندي کوي؟ روح خو مخکې لاژوندی ده، دلته ابن سینا له نورو مسلمانانو سره اختلاف لري او وایي:

(که محمد ص) دخالص روحاني جنت او دوزخ تصور ورکړی وای، خلکو به اختلاف ورسره ښودلی وای.
ابن سینا دعامو انسانانو لپاره یوه مذهب، او دپوهانو او فیلسوفانو لپاره دبل مذهب نظریه وړاندي کوي هغه وایي:
ساده انسانان دجسمي هوساینې او راحت لپاره جنت غواړي، هغوی له دوزخه وېریږي او عبادت کوي، مګر څوک چې په فلسفه او د روح په خوښۍ باور لري نه دجنت تمه لري، نه له دوزخه ډاریږي، هغه یوازي او دستر او مطلق روح په مینه پسوللی او دهغه غوښتنه کوي، ابن سینا زیاتوي دساده انسانانو او فیلسوفانو عقاید باید سره ګډ نه شي، نه دي فیلسوفان ساده انسانان خپل مذهب ته وربولي، په فلسفي پوهه ځلیدلي پوهان دې شعور لرونکي شاګردانو ته خپل رازونه او فلسفه ور وښیي، دې پړاو ته په رسېدلو سره ابن سینا صوفي کیږي، هغه ظاهرآ یو مذهبي انسان ده، مګر په باطن کې دروح خپلواکۍ غوښتونکی او دعقل سره مینه کوونکی صوفي ده، نور صوفیان عقل نه مني او په وجدان باور لري.

د ابن سینا د واجب الوجود نظریه:

ابن سینا وایي خدای ج واجب الوجود ده، ټول مخلوقات دهغه په اراده سره پیداشوي دي، دغه راز مخلوقات په دوو برخو ویشل شوي دي.
۱- واجب الوجود ۲- ممکن الوجود
واجب الوجود هغه دي چې نېست یې ممکن نه وي، او ممکن الوجود هغه ده چې هست او نېست یې ممکن وي واجب الوجود حتمي او ضروري ده، مګر ممکن الوجود کېدلای شي چې وي او کېدلای شي چې نه وي ابن سینا واجب الوجود هم پر دوو برخو وېشي.
۱- واجب الوجود بالذات، ۲- واجب الوجود بالغیر:
واجب الوجود بالذات دنه مکان فرضیت ناممکن دی، او دهغه لومړۍ مبدا (خدای ج) ده چې هر وجود دهغه له وجود څخه خپل وجود پیدا کوي، او ټول صفات یې ذاتي دي هغه واحد ده، کثرت یې جواز نه لري، که دواړه مساوي شي خارجي علت ته ضرورت لري، دضرورت په صورت کې واجب الوجود بالغیر کېږي نه بالذات، واجب الوجود بالذات مطلق خیر او کمال ده زوال نه لري دمخلوقاتو غوندي ناقص هم نه ده، او په ټوله معنیٰ حقیقت ده.

دعارفانو په اړه د ابن سینا نظر:

هغه وایي په دې نړۍ کې عارفانو لره مقامات او درجې شته، یوازې دوی ته خاص دي ځینې پټ، ځینې یې ښکاره دي، ابن سینا د زاهد، عارف، او عابد، په مینځ کې توپیر کوي، هغه چې د دنیا له چارو مخ ګرځوي زاهدان دي، هغه چې عبادت کوي عابدان دي، چې فکر یې دجلال، جمال او جبروت خواته وي او تل په دې انتظار وي چې دحق نور به ورباندي وځلیږي هغوی عارفان دي.

“دخـــپل وخت لوی فیلسوف ابوعلي سینا بلخي” په (۱۰۳۷ م) کې مړ شو.

لیکوال : کامران ننګ

Your SEO optimized title page contents