fbpx

ټرمپ : افغانستان ته زما سفر بریالی وو

خبریال ویب پاڼه / د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په ټینګار سره وویل چې افغانستان ته زما سفر ډېر بریالی وو.

نوموړيوویل چې د باګرام په هوايياډه کې مي ځیني ملاقاتونه لرل چې ډېر بریالي وو.

ښاغليټرمپ له ولسمشر غني سره خپله لیدنه هم بریالۍ وبلله او زیاته یې کړه :‌

افغانستان ته ولاړم، خوښ مې شو. تاسو پوهیږی چې هغه (سفر) ښه و. زما سفر ډېر ښه وو او له ولسمشر غني سره مي ملاقات ډېر عالي‌ وو.“

ښاغلی ټرمپ تېره اونۍ په یوه ناببره سفر افغانستان ته راغلو او دلته یې د باګرام په هوايي ډګر کې د امریکا يي پوځ له سرتېرو سره د کرسمس د شکرانې مراسم تر سره کړل .

نوموړي‌په دغه سفر کې دافغانستان له ولسمشر سره ځانګړې ناسته لرله او هم مهاله یې ددغه هیواد ددفاع وزیر اسدالله خالد هم وکتلو .

ټرمپ په داسي‌ حال کې افغانستان ته د خپل سفر په تړاو په سپینه ماڼۍ کې دا خبري وکړې چې د ناټو غنډي ته لندن ته خوځېدلو .

د ناټو درې ورځنۍ غونډه چې د ډیسمبر پر ۲ پیل شوه دریم او څلورم ډیسمبر به دوام و مومي‌.

دا غونډه د واټفورډ په ګرو هوټل کې نیول شوې ده .

اټکل دی چې ولسمشر ټرمپ به د ناټو په ننۍ غونډه کې پر افغانستان هم بحث وکړي .

ناټو په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېري لري چې اوس یې ماموریت یوه امریکا يي قوماندان سکاټ مېلر ته ورترغاړه دی .

ددغو عسکرو لویه برخه د امریکا د متحده ایالاتو پوځیان دي چې هلته له افغان امنیتي ځواکونو سره ګډ کار کوي‌.

ښايي د ناټو د لندن په غونډه کې ښاغلی ټرمپ د امریکا يي ځواکونو په تړاو مهم اعلان هم وکړي او د ناټو غړي هیوادونه وهڅوي چې افغان امنیتي ځواکونو ته اوږه ورکړي .

افغانستان ته د ټرمپ سفر پنجاب پلوي سخت وارخطا کړل
ترمپ افغانستان کې د غني کلک پوځي او سیاسي ملاتړ وکړ
د ډونالډ ټرمپ استهضا او د نړيوالو بيلابيل نظريات
  
Your SEO optimized title page contents