fbpx

ولسي جرګه له میرمن صحرا د جنسي اړیکو غوښتنه څيړي

خبریال وېبپاڼه / ۳ ډسمبر ۲۰۱۹ – د ولسي جرګې یو شمیر غړو د افغان فلم له ریسي صحرا کریمي څخه د جنسي غوښتنې موضوع د څیړني غوښتنه کړي.

صحرا کریمي څه موده دمخه د ولسمشر غني له لوري د افغان فلم ریسه وټاکل شوه.

دا لومړنۍ افغانه  میرمنه ده چې په دغه څوکۍ ګمارل شوي ده .

هغه په نړیواله کچه ستندرد فلمونه لري او د ملک دننه او د باندي ورته د یوې باوري او درناوي وړ څیړي په توګه کتل کیږي.

د افغان‌فلم رییسې صحرا کریمي پرون پر خپلې ټویټرپاڼې ولیکل چې د ولسي جرګې د یوه کمېسیون رییس ورته ویلي، که غواړي د افغان‌فلم لپاره بودیجه ترلاسه کړي، له ده سره دې ځانګړې اړیکه ونیسي.

هغي لیکلي وو چې د جرګې د کمیسیون یوه ریس ورته داسي لیکلي وو: ((  ماته ټلیفون وکړه، ما ووینه، تر څو بودیجه درته واخلم،  ته په هیڅ نه پوهیږي او بودیجه هم نه لري)).

هغه وايي چې دې په ځواب کې ورته وویل: (  ښاغلیه! که ما دا کار کولای نو اوس به  مجبوره نه وم چې ستا خیرنه څیره ووینو او اوتي بوتي مو واورم، زه د بډي ورکولو واله نه یم، لاړه شه ومره).

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د نوموړې دا پیغام لاس په لاس کوي، خو د هغې پر رسمي ټویټرپاڼې نه لیدل کېږي

د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسیون رییس سیدمحمد حسن شریفي  وايي د افغان‌فلم د رییسې تورونو په اړه یې یو شکایت‌لیک لیکلی او له عدلي او قضايي ادارو غواړي چې ویې څېړي.

د نوموړي پر وینا، د یاد کمېسیون د یکشنبې ورځې په غونډه کې د بریټانیا پر سفارت د ملي راډیو ټلوېزیون د دولتي ځمکې پلورلو په تړاو یې د صحرا کریمي ترڅنګ، د ښارجوړولو وزارت مرستیال، یوشمېر نور معینان او د ملي راډیو ټلوېزیون رییس راغوښتی و چې نوموړې د غونډې په لومړیو کې لانجه کړې او د کمېسیون غړیو ته یې توهین کړی دی.

د عدلي او قضايي کمېسیون رییس وايي، صحرا کریمي په استجوابیه غونډه کې د بودیجې موضوع یاده کړه او ویې ویل چې د بودیجې نه لرلو له کبله دولتي ځمکې پلوري.

نوموړی زیاتوي چې د افغان‌فلم رییسې ته د کمېسیون څرګندونې د همکارۍ له کبله وې او ورته ویلي یې دي چې ملي راډیو ټلوېزیون او افغان‌فلم د هېواد ملي پانګه ده او ولسي جرګه به یې د بودیجې تیارولو په برخه کې له حکومتي ادارو سره بحث وکړي.

بلخابي وايي، هغه تور او سپکاوی چې صحرا کریمي ولسي جرګې، په تېره د عدلي او قضايي کمېسیون غړیو ته کړی، نه یوازې ورته د منلو نه دی، بلکې لپاره یې سخت تمام شوی او باید وڅېړل شي.

میرمن کریمي اوس  وایي چې موضوع حل شوې او عدلي او قضايي کمېسیون ترې بښنه غوښتې، له سلام‌وطندار سره نورو خبرو کولو ته حاضر نه شوه.

دا لومړی ځل دی چې یوه ښځینه د افغان‌فلم رییسه ټاکل شوې ده. د افغان‌فلم د رییسې په توګه د صحرا کریمي ټاکل کېدو هم ډېر غبرګونونه راوپارول او د خلکو په باور، اوس د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان سینما یو بل رنګ واخلي.

راپور: میرویس جلالزی

Your SEO optimized title page contents