fbpx

د مالیې وزارت سرپرست له استجوابیه ناستې په شا شوی

خبریال ډاټ کام/ ٣ ډسمبر ٢٠١٩- د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي پرون د ولسي جرګې استجوابیه ناستې ته حاضر نه شو.

همایون قیومي د تېر کال په بودېجه کې د میلیاردونو افغانیو پر بېځایه لګونې تورن دی.

د ولسي جرګې غړي پر همایون قیومي نیوکه لري، چې د ملت زیاته پانګه یې بې ځایه لګولې ده.

د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني د مالیې وزارت پر سرپرست همایون قیومي غوسه ده او وایي دوی تل د سفر په پلمه د ولسي جرګې استجوابیه ناستو ته نه حاضریږي.

د ولسي جرګې غړي وایي، دوی او ولس به د مالیې وزارت پر دې بې غورې کړنې چپ پاتې نه شي او مالیې وزارت باید د دې په اړه دوی او ولس ته سپیناوی ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي (دوشنبه لېندۍ ٤مه) ولسي جرګې ته غوښتل شوی وو.

نوموړی د دې لپاره غوښتل شوی و، چې ویل کیږي، د تېر کال په بودېجه کې یې په میلیاردونه افغانۍ بې ځایه لګولي دي.

د ولسي جرګې غړو پر مالیې وزارت نیوکه درلوده، چې بې ځایه لګول شوې میلیاردونه افغانۍ د ټولو افغانانو حق دی خو په ډېره بې شرمۍ او سپین سترګۍ د حکومت له لوري غلا شوي دي.

دوی دغه میلیاردونه افغانۍ د ټولو افغانانو حق یاد کړی و، او بې ځایه لګول یې د افغانانو په حق کې ستر ظلم بللی و.

خو (دوشنبه لېندۍ ٤مه) د مالیې وزارت ولسي جرګې کې استجوابیه ناستې ته پر نه چمتووالي ټینګار کاوه واو ویل یې چې نوموړی استماعیه ناستې ته بلل شوی او بل وخت چې د ولسي جرګې له لوري استجوابیه ناستې ته وبلل شو حاضر به شي.

دا چې لا هم د مالیې وزارت رپرست او مسؤولین د ولسي جرګې استجوابیه ناستې ته نه دي حاضر شوي، خو تر دې دمه نه ده په ډاګه چې دوی به کله د ولسي جرګې استجوابیه ناستې ته حاضر شي او د تېر کال بودیجه کې د میلیاردونو افغانیو په بې ځایه لګونې به ولسي جرګې او ولس ته ځواب ویونکي شي.

بل لور مشرانو جرګې هم د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي تېره(لړم میاشت ١٤مه) مشرانو جرګې ته د استجواب لپاره غوښتی و، خو بیا هم ویل شوي و، چې همایون قیومي او مرستیالان یې له هېواده بهر دي.

د مشرانو جرګې سناتوران هم د مالیې وزارت پر سرپرست غوسه دي،ښاغلی قیموي یې فرعون یاد کړی و، چې استجوابیه ناستې ته نه حاضریږي.

Your SEO optimized title page contents