fbpx

پامپيو: په سيمه کې د تاوتريخوالي اصلي لامل ايران دی

خبریال وېبپاڼه / ۳ ډسمبر ۲۰۱۹- د امريکا د متحده ايالاتو د کورنيو چارو وزير مايک پامپيو وايې چې په سيمه او منځني ختيځ کې د ټولو تاوتريخوالو او لاريويونو اصلې عامل ايران دی ځکه په عراق ،ليبان ،او په خپله ايران کې خلک د روحانې له رژيم ستړي او مخالف دي.

مايک پامپيو چې تيره دوشنبه د ډسمبر په دویمه د لويّيزول په پوهنتون کې خبري کولې ده وويل چې په تيره يوه اونۍ کې چې کوم لاريونونه او تاوتريخوالی په منځنې ختيځ او سيمه کې رامنځته شوی پامپيو ايران ته په اشارې وويل تر ټول لؤي لامل يې د امريکا اصلي دوښمن ايران دی.

هغه وويل د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدي ځکه استفا وکړه ((چې ددې هيواد وګړو ازادې غوښته خو د عراق امنتي ځواکونو د هغوی په وړاندې له تاوتزيخوالي کار واخيست او هغوی يې لب کوب کړل چې دا ټول د ايران تاثير او نفوذ وو.))

د امريکا د کورنيو چارو وزير دا هم وويل چې(( د بيروت په لاريونونو کې هم ورته لامل او پښې رامنځته شوې د بيروت خلک د ايران تر نفوذ لاندي د حزب الله له ډلې سخت په تنګ دي هغوي غواړي چې حزب الله ډله د خپل هيواد له سياسې واک څخه لري کړي خو ايران يې ملاتړ کوي))

ښاغلي پامپيو زياته کړه؛ چې په خپله په ايران کې شديدو لاريونونه دا وښودله چې ايرانې وګړي له شعيه سخت دريزي حکومت څخه سخت په تنګ دي او له هغه څخه دخلاصون په موخه لاريونونه کوي. پامپيو د بښنې نړيوال سازمان هغه راپور ته هم اشاره وکړه چې په ايران کې په ورستيو لاريونونو کې تر ٢٠٠ زيات ايرانې وګړي مړه شوي او تر ٤٥٠٠ زيات نيول شوي دي.

پامپيو د ايران مذهبي مشرانو سختې نیوکې وکړې او هغوی يې تورن کړل ؛ چې د ايران مذهبي مشرانو د ايران په نفتو خيټه اچولې او يوازې خپل ملکيت يې ګڼې.

په ايران کې لاريونونه د نومبر په ٢٠ د نفتو د قيمتونو د لوړيدو په پار پيل ، خو ولې وروسته په تاوتريخوالي بدل او د حکومت ضد په لاريونونو واوښتل.
چې د ايرانې حکومت له لوري په ډیرې بې رحمانه او ظالمانه ډول سرکوب او پای ته ورسيدل.

د ياودنې وړ ده چې د ايران په ګاونډ کې او سيمه کې په دې ورستيو په ډيرو هيوادنو کې د حکومت ضد لاريونونه روان دي.

چې د هغه له ډلې لبيان ، بيروت ، عراق، پاکستان او د ايران نيږدي اقتصادي ملګري چين کې هم د حکومت ضد لاريونونه روان دي. چې د امريکا له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی.

دانش

Your SEO optimized title page contents