fbpx

امریکا: لوګر کې دې د جنسي ځورونو ادعاوې دقیق او ژر وڅیړل شي

خبریال ډاټ کام /۳ ډسمبر ۲۰۱۹ ـ د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله آلیس ویلز وایي،په لوګر کې دې د جنسي ځورونو راپورونه په دقیقه توګه وڅېړل شي.

الیس ویلز له افغان حکومت او لویې څارنوالۍ غوښتي چې، په لوګر کې دې د جنسي ځورونو د ادعاوو راپورونو په کره ډول وڅیړي اوپلټنه یې وکړي.

نوموړې ویلي، د ماشومانو او زده کوونکو جنسي ځورونه په هېڅ صورت د منلو نه ده او دغه ډول پېښې باید دقیقې وڅېړل شي او عاملینو ته یې سزا ورکړل شي.

په لوګر ولایت کې له ماشومانو نه د جنسې استفادې په اړه د موسی محمودي او ملګري یې احسان الله حمیدي د څېړنیز راپور له خپریدو وروسته، ملي امنیت دواړه ونیول.

خو د بشر د حقونو د ملاتړو ملي او نړیوالو بنسټونو له اعتراضونو وروسته، د جمهور رئيس غني په سپارښتنه دغه کسان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون ته وسپارل شول.

اوس د ماشومانو د حقونو یو شمیر فعالان هم له حکومت نه د دغې موضوع څیړل او ارزول غواړي.
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم وړمه ورځ ویلي وو چې، ډیر ژر به د کمېسیون په چوکاټ کې، په لوګر ولایت کې پر ماشومانو د جنسي تېري د قضیې د ارزولو په هدف پلاوی وګماري.

د دې کمېسیون ویاند شکرالله مشکور ویلي وو دغه پلاوي کې به په موضوع کې ښکېلې ټولې خواوې شاملې وي.
مشکور زیاته کړې وه، که څه هم جمهور رئيس محمد اشرف غني د دغې موضوع د ارزولو مسوولیت لوېې څارنوالۍ او د بشرد حقونو خپلواک کمېسیون ته سپارلی خو په خبره یې چې، اړینه ده په دغه پلاوي کې ب نور بنسټونه هم شامل شي.

که څه هم کمیسیون دوه ورځې وړاندې په دې تړاو د څيړنو او په دې برخه کې د ګډ پلاوي د جوړلو خبره کړې وه خو تراوسه په دې تړاو تازه معلومات نه لیدل کیږي.
نیوکي هم همدا دي چې باید دا ډول موضوعات ژر وڅیړل شي او ریښتیا خلکو ته څرګند شي.

خو بل لورته تازه بیا افغان حکومت د تیر په څير ویلي چې، لویه څارنوالي دغه مسئله په هر اړخیزه توګه څېړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې، د بشري حقونو کمیسیون او لویه څارنوالي په لوګر کې د دوو مدني فعالانو ادعاوې څېړي او پایلې به یې ژر له خلکو سره شریکې کړي.

جمهور رییس غني هم په لوګر کې د جنسي ځورونې راپورونه اندېښمنونکي بللي وو او د ملي امنیت ریاست ته یې امر کړی وو، چې د مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافعینو خوندیتوب په اړه ژر تر ژره اقدام وکړي.

جمهور رییس غني دغه راز د پوهنې وزارت ته لارښوونه کړې وه، چې د لوګر ولایت د هغو سیمو راپور دوی ته وړاندې کړي، چې هلته د جنسي ځورونو ادعاوې شوې دي.

په دې وروستیو کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو د موسی محمودي له قوله داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکي د لوګر ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې پر کم عمره ماشومانو جنسي تیري کیږي او ځینې یې تر جنسي تیري وروسته وژل شوي هم دي.

د جنسي ځورونو دا راپورونه له ځانه سره سخت غبرګونونه لري او د څېړنو غوښتنه یې کیږي خو په اړه یې اقدامات د قناعت وړ نه بریښي.
ف، م

Your SEO optimized title page contents