fbpx

ژمي کې څنګه له ناروغۍ ځان وژغورو؟

خبریال وېبپاڼه / ۳ ډسمبر ۲۰۱۹- د ژمي د موسم په راتګ سره ډیرې داسې ناروغۍ شته چې، که له ځانه سره بې احتیاطي وشي نو د انسان بدن یې کوربه توب په غاړه اخلي.

دا ناروغۍ ډیرکله د ژمي په یخ موسم کې د معدني موادو د کمښت له امله انسان ته رامنځته کیږي.

که چیرې مو د ژمي په موسم کې د بدن د اړتیا وړ معدني مواد پوره نه کړل له بیلابیلو ناروغیو سره به مخ شئ او سختې شپې ورځې به تېرې کړئ.

که غواړئ له دې ناروغیو ځان وژغورئ نو موږ درته په دې لیکنه کې هغه خوراکونه در پيژنو چې، بدن پکې د اړتیا وړ ټول مواد موندلی شي او هیڅ ناروغي ورته زیان نشي رسولای.

لومړی:ـ ویټامین (C)

د ژمي له پيل سره سم دانسان بدن د تبې ، سینه وبغل ، زکام او یو شمیر نورې ناروغیو له ګواښ سره مخ وي، لامل یې دا وي چې، بدن د اړتیا وړ د ویټامین (C) له کمبود سره مخ وي.
یاد ویټامین کولای شي د بدن دفاعي سیستم پياوړی او له ناروغیو یې وژغوري.
نو کولای شئ دا ویټامین په پالک او نور ترکارۍ ، حبوبات، الوګان(کچالو) ،رومي بانجان او د ستروسو په خاندان کې پيدا کړئ.
په ټوله کې له ژمي پرته که هر موسم وي امیندواره مېرمنې ۷۰ سلنه ویټامین (C ) ته اړتیا لري نسبت هغه چاته چې امیندواره نه وي.

دوهم:ـ ويټامين (D)

د بدن غړي که څه هم هر وخت ويټامين (D) ته اړتیا لري موسم نه غواړي؛ خو د ژمي په موسم کې دې وېټامين ته د بدن اړتیا نوره هم ډیریږي.
د لمر په نشتون او د دې ویټامین په کمبود کې انسان ډیر کله د هډوکو په درد اخته کیږي چې، دا درد په ژمي کې یو په دوه کیږي.
څیړنو ثابته کړې چې، د پاخه عمر لرونکي خلک باید د ورځې تر ۳۰ دقیقو مستقیم لمر ته کیني او باید هر ورځ ۶۰۰ واحده ویټامین له لمر څخه ترلاسه کړي.
کله چې د ماشومانو هډوکي وده کوي دوی دې ته اړتیا لري چې هډوکي یې غښتلي او تکړه وي.
که مو هډوکي کاږه یا کمزوري وي، نو د دې مانا داده چې، تاسو د هډوکو د ودې لپاره پوره منرالونه نه دي تر لاسه کړي.
پس اړینه ده چې، په هروخت خو په ځانګړي ډول د دې ویټامین د ترلاسه کولو لپاره له لمر څخه سمه ګټه پورته کړئ.

دریم:ـ ويټامين (A)

د ويټامين (A) کارونه د پوستکي د سالم ساتنې لپاره ډیره اړینه ده.
ډیری وخت د ژمي په موسم کې د انسان پوستکی وچیږي خو دا ویټامین مو د پوستکي د وچوالي مخنیوی کوي.
په دې خوړو کې ويټامین(A) موندلی شئ، غوښته، ماهي، بادام او دغه راز تېز شین رنګ لرونکي سبزیجات لکه ترکارۍ، ګازرې، شنه مرچ، بروکلي او الوګان هم درسره په دې برخه کې ډيره مرسته کولای شي.
څلورم:ـ ويټامين (B Complex)
د ويټامين (B) له کورنۍ ټول ویټامینونه باید په ژمي کې په کافي اندازه وکارول شي، هغه ځکه دا ویټامینونه کاربو هايډريډ په انرژۍ بدلوي.

په هرصورت ويټامين بې کمپلکس په تېره بیا ويټامين بي ۱۲ له هغې وېرې د خلاصون سبب کیږي چې، د ژمي په موسم کې د لنډو ورځو له امله خلکو ته پيدا کېږي.
نو پس د ژمي په موسم کې اړینه ده چې، د نورو وختونو په څیر د ځان سمه ساتنه وکړو او روغتیا ته مو پاملرنه ډیره کړو.

لیکوال او ژباړن : فقیرمحمد فقیرزی

Your SEO optimized title page contents