fbpx

ننګرهار کې معلولینو ته حقوق نه ورکول کیږي

خبریال ډاټ کام /۳ ډسمبر ۲۰۱۹ ـ په ننګرهار ولایت کې معلولین په داسې مهال شکایتونه لري چې، نن د ډسمبر ۳ د معلولینو نړیواله ورځ ده.

ستونزې ډیرې دي خو په دې راپور کې یوازې د د دیرش کلن خلیل احمد کیسه را اخلو.

د ننګرهار اوسیدونکی خلیل احمد چې، په دواړو پښو معلول دی اوس مهال په یو خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لولي.

خلیل احمد وايي، په دواړو پښو معلول دی خو بیاهم هڅه کوي خپلې لوړې زده کړې وکړي خو که د ژوند روانې ستونزې یې د هدف رسیدو ته پریږدي.

دی وایي دلته معلولو وګړو ته په ښه نظر نه کتل کیږي ځکه وایي، هغه حقوق چې دوی یې لري نه دولت او نه یې هم د ټولنې وګړي ورکوي.

خلیل احمد زیاتوي چې، په پوهنځي کې د فیس د ورکړې له امله د ادارې له لوري ویستل شوی.

دی وایي ،که حکومت او نورې ادارې ورته د زده کړو په برخه کې اسانتیاوې برابرې نه کړي لوړې زده کړې به یې په نیمه پاتې او خپل هدف ته به ونه رسیږي.

ده ته ورته ډیر داسې کسان شته چې، معلول دي او د اقتصادي ستونزو سربیره له بې کارۍ ځوریږيٍ.

د معلولینو داتحادیې مسولین هم د دوی ستونزې مني خو وایي، هغه حقونه چې قانون دوی ته ورکړي هیڅ ادارې نه دي منلي.

د دې اتحادیې مشر مسعود ساپی وایي، په ځلونو یې د معلولینو ستونزې له اړوندو اداور سره شریکې کړي خو اقدامات نه دي شوي.

نوموړی وایي، په ختیځ ولایتونو کې زرګونه معلولین له دوی سره ثبت دي خو په خبره یې نه یواځې په کاري ساحه کې د زده کړو په برخه کې هم دوی له سختو ستونزو سره مخ دي ځکه دولت ورته پاملرنه نه کوي او له همدې امله له زده کړو پاتې کیږي.

ننګرهار کې معلول وګړي داسې مهال شکایت کوي چې، دوی وایي له دې وړاندې یې هم په ځلونو تر مرکزه خپل شکایتونه رسولي خو چا نه دي اوریدلي.

په افغانستان کې معلول وګړي لا هم له ډېرو هغو اسانتیاو محروم دي چې د عادي ژوند لپاره اړین بلل کېږي، بلکې له هغو اسانتیاو هم بې برخې دي چې په نوره نړۍ کې معلولین لري او خپل ورځنی ژوند پرې تیروي.

په ټوله کې معلولین وايي تر ډېره د خلکو له سترګو لوېدلي دي، خو حکومت بیا وايي له قوانینو تر عملي چارو د معلولینو د ژوند ښه کولو ته کار کوي.

راپور: ف ، م

Your SEO optimized title page contents