fbpx

يوازې ۵ دقيقې منډه او بې شيمره ګټې

خبريال ډاټ کام /۴ ډسمبر ۲۰۱۹ – که څه هم د يخ په راتلو او د ژمي موسم کې ډيری خلک نشې کولای کلب ته ولاړ او يا ورځني ورزشونه تر سره کړي

خو له بل پلوه بيا د خپلې انرژۍ د پوره کولو لپاره له ډول ،ډول قوي او غوړو خوراکونو څخه ګټه اخلي تر څو له يخه ځان پرې وساتي او خپله انرژي پرې پوره کړې.

چې د دې خوړو له خوړولو وروسته ورزش نه کول نه يوازې دا چې ګټه نه کوي بلکې ډير تاورانونه او زيانونه لري.

خو د دې ټولو ځواب يوازې ۵ دقيقې ورزش کول دي.

د بدن چربې (غوړګي) ختول

منډه کول تر ټولو غوره او بهترپن ورزش دی ځکه په دغه ورزش کې مو ټول بدن د خوځيدو په حال کوي یعني هر اندام مو ليږ تر ليږه د ورزش څخه برخمن کيږې.
که غواړئ ‌دوينې غوړ مو ختم شي نو هره ورځ سهار وختي په تش نس له ۵ ان تر ۱۰ دقيقو منډه وکړئ.

خو که مو وزن زيات وي يوازې منډه مو درد نشي دوا کولای. بلکې د خوړو غذايې رژيم ته هم بايد پام وګړئ.

خوشاله مو ساتې

ورزش سره له دې چې جسمي روغتيا ته مو ګټه رسوي بلکې د روحي خوشالۍ او سکون لپاره تر ټولو ضروري او مهيم ګڼل کيږي.
په ډيرو ارواپوهنزو مقالو کې په ورځنې ورزش ډير ټينګار شوی ځکه په ورزش سره د انسان په بدن کې د وينې جريان تيزيږي او د مغزو هرې برخې ته په پوره ډول رسيږي. او هر ورځ ۵ دقيقي موږ له مغزي ستړيا ژوغوري.

د وينې لوړ فشار کنټرولوي

په ټوله نړۍ په تيره بيا په افغانستان کې ډيری خلک د وينې د لوړ فشار له ناروغۍ څخه کړيږي.
خو په ورځني ورزش کولو سره هر څوک کولای شې له دې ناروغۍ ځان وساتي.
هره ورځ يوازې ۵ دقيقي منډه کول تاسو د وېنې له لوړ فشار څخه ژغوري.

د شوګر مخه نسې

شوګر ناورغۍ چې په دې ورستو کې په افغانستان کې ډيره پراخه شوي او ډيری افغانان پرې اخته دي. که څه هم په افغانستان کې ددې ناروغۍ بشپړ علاج نه کيږي

خو ددې ناروغۍ د کنټرول ښه لار کار او ورځنی ورزش کول دي.
که څوک غواړي ځان د شوګر له ناروغۍ په ډيره ازانه او اسانه لار خلاص کړي نو هره ورځ دې منډه وکړې.

غوره خوب وکړئ

هره ورځ په ورځني ورزش او ۵ دقيقي منډي سره تاسو کولای شئ ښه خوب ولري دا ځکه چې موږ بدن ته په ورزش کولو پوره اکسجن رسيږي او هر لهزه پکې نوي حجرې رامنځته کيږي.

دانش