کور پاڼه / خبرونه / متحده عربي امارات د افغانستان د سولې ملاتړ وکړ

متحده عربي امارات د افغانستان د سولې ملاتړ وکړ

متحده عربي اماراتو د افغانستان د سولې له پروسې یو ځل بیا خپل ملاتړ څرګند کړ.

د ملي امنیت شورا له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د متحده عربي اماراتو د سفارت شارژدافیر عیسی المزوري د ملي امنیت شورا له سلاکار حنیف اتمر سره د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی د افغانستان د سولې له طرحې او وړاندیز ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته تیار دي. حنیف اتمر هم په دې لیدنه کې ویلي چې امارات کولی شي د افغانستان د سولې په برخه کې رغنده رول ادا کړي. خبرپاڼه زیاته وي د سفارت شارژدافیر د سولې، اقتصادي پرمختګونو او نورو اړوندو مسایلو په برخه کې د مرستې ژمنه کړې ده.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

کابل کې ۵۰ سلنه جرمونه کم شوي

چارواکي وايي په کابل کې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله ۵۰سلنه جرمونه کم شوي …

امارات د افغانستان په اقتصادي برخه کې مرسته کوي

 متحده عربي امارات د افغانستان د بنسټيزو او لويو پروژو په برخه کې د همکاريو …