fbpx

د اسپرين درمل په چاغو خلکو کې د سرطان کچه راټيټوي

خبريال ډاټ کام/ ۶ ډسمبر ۲۰۱۹- ايا له دې نوې څيړنې خبرياست؟ هغه خلک چې ډير وزن لري د سرطان نارغۍ سربيره په ځينو نورو ناروغۍ ژر اخته کيږي که څه هم چاغوالی په خپله يوه ناروغي ده که هر څنګه شونې وي بايد د دې ناروغۍ درملنه وشې.

خو اوس په يوه تازه څيړنه کې دا په ډاګه شوي هغه کسان چې چاغ او يا د چاغښت په لور روان دي، په اونۍ کې ۲ يا۳ ځله داسپرينو کارول يې د سرطان له وژونکې ناروغۍ ژغوري..

دغه څيړنه د امريکا په سرطان (کينسر) انسټيټوټ کې په ۱۴۶۰۰۰ کسانو د ۱۵ کالو په ترڅ کې ترسره شوي ده.
په څيړنه کې څرګنده شوي چې هغه کسان چې چاغ او يا د چاغښت په لور روان دي د اسپرينو په استعمال سره يې په بدن کې د سرطان کچه ۱۵ سلنه راټيټيږي.

په طبي اصطلاح هغه کسان چې ( اور ويټ) يې لوړ وي، که په اونۍ کې ۳ ځله د اسپيرن درمل وکاروي له ۱۵ تر ۱۹ پوري يې د سرطان کچه را کمېږي

په څيړنه کې په ډآګه شوي دغه درمل بايد د هر کس د بدن د (بی ايم آی) اندازې ته په کتو او يا د هغه عمر، وزن، او قد ته په کتو وکارول شې.

په دغه څيړنه کې دا هم معلومه شوي چې د هغو خلکو (بې ايم ای) چې د ۲۵ او ۲۹۰۲ په منځنۍ کچه کي کوي يعني ددې خلکو وزن ډير نه دی خو د چاغښت په لور روان دي. بايد په خپل بدن کې د وينې غوړو کلسټرول ته پام وکړي.

او ياد شوي کسان بايد له اسپيرينو څخه په زياته پيمانه ګټه وانخلې ځکه د اسپيرينو زيات استعمال ځينې زيانونه هم رامځته کوي.

دغه څيړنه چې د جاما شبکې له خوا خپره شوي ده د اسپرين درملو ګټې بيانوي، خو ولې د اسپيرين درملو په اړه ډيرې بيلابيلې څيړنې تر سره شوي چې ځينو هغو يې زيانونه هم بیان کړي.

خو په ځينو نورو معبترو څيړنو کې بيا د اسپرين درملو ګټې په پراخه پيمانه بيان شوي دي.

روغتيا پالان او ددې برخې کارپوهان وايې په ډيري کارونې سره اسپرپن درمل ډيره زيانونه لري. نو ددې درملو په کارولو کې بايد له احتياط څخه کار واخلئ.

ځکه د هر ډول درملو په ډير کارول ځني نورې ناروغۍ رامنځته کوي.

نو د هر ډول درملو په کارولو کې بايد له احتياط څخه کار واخيستل شې او د معلج ډاکټر نظر په پام کې ونيسو.

دانش