fbpx

په نړۍ کې ۸۰ سلنه تنکي زلمي د ټنبلۍ او سستۍ ښکار دي

خبريال ډاټ کام / ۲۰۱۹ ډيسمبر ۸- په جينوا کې نړيوالو روغتيايې کار پوهانو خبرداری وکړی چې په اوس وخت کې د ۱۱ کلنۍ نه تر ۱۷ کلنۍ پوري تنکي زلمي په ورځينو جسماني کارونو کې ډيره کمه ونډه اخلې او دا د باعث شوی چې په نړۍ کې د تنکي زلمو ذهنې او روحې وده کمه شوي او د هغوی په وده او لويدا يې سخت تاثير غورځولی دی.

دا خو ښکاره ده چې له ۱۱کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنۍ پورې ماشومان د ځوانې په لور قدم ږدې، دا دوره د تير يا ماشومتوب پر خلاف يوه نوي دوره او پړاو دی.
د ځوانيدو د پيل پړاو له ۱۶ کلنۍ نه تر ۱۷ کلنۍ پورې وي.

د نوي ځوانۍ يا بلوغت دوره په دې کې د ډېر اهميت وړ ده ، ځکه په دغه پړاو کې به په تنکي زلميانو کې جسمي، ذهني، نفسياتي، او جذباتې بدلونونه رامځته کيږي چې د دې پړاو له بشپړيدو وروسته بلوغيت يا ځوانې شروع کيږي ،نو په دغو ټولو بدلونونو کې که يو هم سم او صحيح بدلون ونه مومي، نو د عمر تر پايه به دغه شخص له ځينو ستونزو سره مخ وي.

د روغتيا نړيواله اداره زياتوې چې هر ماشوم بايد په ورځ کې ضروي او حتمي د يوه ساعت لپاره جسمانې کار وکړي تر څو د هغوي روحي او جسمي وده سمه پر مخ ولاړه شې ، خو ددغې تر سره شوې سروې له مخې دا حالت خورا انديښمن او تشوېش وړ دی.

مشهورې روغتيايې مجلې( ډې لينسټ چايلډ او ايډوليسينټ) په يوه تازه تر سره شوي سروې کې څرګنده کړي چې ۸۱ سلنه تنکې زلمي په ورځينو کارونو کې کمه برخه اخلې.

دغه سروې چې په ۱۴۶ هيوادونو کې په ۱۶ سوه زره ماشومانو د ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۱۶ کال پورې تر سره شوي ده په ډاکه کوي هغه ماشومان چې په ورځنيو جسماني کارونو کې برخه نه اخلي له ډيرو ذهني او روحي ناروغېو سره مخ کيږي.

ددې سروې له خوا په ډاګه شوي موندنې د ډيرې انديښنې وړ دي، ځکه د ۱۱ کلونو نه تر ۱۷ کلونو پوري دغه پړوا د ځوانې درشل دی، او هر ماشوم په دغه پړاو کې ښه وده کوي او د هر ماشوم لپاره د دودې او لويدا لپاره تر ټولو غوره پړوا دی.
که په دغه دوره کې د کوم ماشوم وده ټکنۍ شوه د عمر تر پايه به همدا ستونزې ګالې.

په دغه سروې که دا هم ويل شوي چې تر هلکانو انجونې ډيري د ټنبلۍ او سستۍ ښکار شوې او تر ټولو زيات منفي تاثير يې پرې کړی.

په سروې کې راغلي چې په منډه، لوبه، او ورزش کې ۱۰ سلنه انجونې تر هلکانو کمه برخه اخلي.

که څه هم دغه سروې له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۶ کال پورې تر سره شوي، د هر کال موندنې بيلابيلې او مختليفې وي چې دغه توپير آن تر ۹۰ سلنې پورې هم رسيدلي ده.

خو بايد يادونه وشې چې په دغه سروې کې د دې ۴ هيوادنو(افغانستان، ټونګا، سامورا، او زیمبيا) په ماشومانو څيړنې نه دې تر سره شوي او ددې هيوادنو په اړه پکې څه نه دي ويل شوي.

د يادونې وړ ده چې افغانستان د هغو هيوادنو له ډلې څخه دی چې ماشومان او تنکې زلمي يې سخت او شاقه کارونه کوي او کرۍ ورځ په ساعتونو، ساعتونو مزدوري کوي چې ډیری يې ان له خپلو لومړنيو حقونو څخه هم بې برخې دي.