fbpx

سارا علي خان په بالیووډ کې د یو کال تیریدل ونمانځل

خبریال ډاټ کام/۸ دسمبر ۲۰۱۹- ایکټره سارا علي خان چې په بالیووډ فلمي نړۍ کې نوي او ځوانه ایکټره شمیرل کيږي،نوموړې په لومړي ځل په تير ۲۰۱۸کال په کیدرنات فلم کې راښکاره شوه او تیره ورځ يې د یاد فلم کال پوره شو،چې نوموړې په خاصو مراسمو سره ونمانځه.

 نوموړې پخپل انسټګرام هم له هغه کسانو مننه کړې چې په یاد فلم کې یې ورسره مرسته کړې ده.

نوموړې لیکلي: (( هيڅ باور نشم کولی چې زما د کیدرنات فلم دې يو کال تیر شوی وي.کیدرنات هغه فلم دی چې هر وخت به زما په زړه کې وي او هر وخت به ماته یادیږي. زه له سوشت سینګ راجپوت،ګاټاکپور او نورو د هغو کسانو څخه چې د فلم په جوړولو کې يې له ما سره مرسته کړې، زه يې ورته هڅولي یم، ماته يې مینه راکړې،زه ددغو ټولو کسانو څخه د زړه له تله مننه کوم.))

په کیدرنات فلم کې سارا علي خان د یوې ځوانې انجلۍ چې نوم يې مانداکاني مېشرا(موکو)وي رول ادا کړی دی. همداشان په فلم کې سوشت سینګ راجپوت د منصورعلي خان رول ادا کړئ دی او یاد فلم په کیدرنات کې د سیلابونو په زیانونو جوړ شوی دی.

په کیدرنات فلم کې د راښکاره کیدو سره د سارا علي خان پلار سيف علي خان هم خوښي ښودلې او هغې ته یې په راتلوونکي کې د بري غوښتنه کړي ده.

(( زه د هغې په اړه حیران نه یم چې په لومړي فلم کې راښکاره شوه، زه د هغې په وړتیا پوره ډاډه ووم چې په فلمونو په ښه کار وکولی شي. د هغې خپل انتخاب په فلمونو کار کول و، په لومړي فلم کې يې له ما څخه هم ښه کار کړی دی. زه ورته ډیر خوښ شوم او هغې ته راتلوونکی ځلانده غواړم.))

سره ددې چې د کیدرنات فلم په بالیووډ سینماګانو کې ښه ونه ځلید، خو بیا هم سارا علي خان خپلو کارونو ته دوام ورکړ او په بیا،بیا ځلې په تجارتي فلمونو کې راښکاره شوه.

وروسته يې له رنویر سینګ سره په سېمبا فلم کې چې ډایریکټري يې روهیت شيټي په غاړه درلوده،کار پيل کړ او ياد فلم په هندي سينماګانو کې ښه شهرت ترلاسه کړ. په ورته کال نوموړې په دوو نورو فلمونو کې هم کار وکړ او په یادو فلمونو کې هغې ثابته کړه چې نه یوازې یوه ښه فلمي ايکټره ده، بلکې یوه ښه سندره ویونکي او نڅاګره هم ده.

د یادولو وړ ده چې د ایکټر سيف علي خان لور سارا علي خان به په راتلوونکي فلم کې له امتیازعلي خان سره په «لو اج کل» کې راښکاره شي.په یاد فلم کې کرتیک اریان هم له دوی سره شتون لري.

سارا علي خان اوسمهال د ډيويډ دهوان سره په «۹۰ هېټ» فلم ډکولو بوخته ده.