fbpx

د ډيسمبر په ۲۶ مه به په ټول پاکستان کې په رڼا ورځ تکه توره شپه وي

خبريال ډاټ کام /۸ ډسمبر ۲۰۱۹ – پاکستان ډيری ورځپاڼو او ويبسايټونو خبرداری ورکړی چې د دې کال ورستۍ ورځې به د موسمياتو له نظره د پاکستان لپاره لويې ننګونې رامنځته کړي.

په دغو خبري سايټونو کې راغلي دي چې د روانې مياشتي د ډیسمبر په ۲۶مه به په ټول پاکستان لمر بشپړ تندر ونیسې، او په ټول پاکستان کې به په رڼا ورځ داسې تکه توره شپه شې چې حتا مرغان به هم د شپې احساس کوي او خپلو ځالو ته به ځې.

د ډيسمبر په ۲۶مه به وليدل شې چې د پاکستان په ډيريو سميو کې لمر بشپړ تندر نيولی وي او ټول خلک به د شپې احساس کوي، خو په پاکستان د خسوف يا لمر دا تندر نيول له شلو کالو وروسته رامنځته کيږي.

که تاسو ته دغه خبر درواغ بريښې د (ډيټ ايڼد ټايم ) ويبسايټ هغه خپره کړي نقشه وګورئ چې هغه سيمې يې پکې په نښه کړي چې د ډيسمبر په ۲۶ نيټه به خسوف يا لمر تندر نیسې.

په دغه نقشه کې شنې(نارنجي) کرښې هغه سيمي راښي چې هلته به لمر بشپړ تندر نيولی وي.

چې په دغو سيمو کې د لويدځ ځني منځنۍ برخي، سعودي عربستان، عربي امارات، قطر د هند سمندر او د هند جنوبي برخې چې له هغو وروسته به اندونزيا، مالزيا، او له فليبين وروسته به د پاکستان په ډيرو برخو کې لمر په بشپړ ډول تندر نيولی وي.

په دغه نقشه کې د سويلې افريقا او د اسټرليا ځني برخې هم په ګوته شوي چې لمر به معمولي تندر نيولی وي.

په پاکستان کې به دغه تندر نيونه د ډيسمبر په ۲۶ د پنجشنبې په ورځ د سهار له ۷ بجو پيل او د څو ساعتونو لپاره به دوام وکړې.
د ډيټ اينډ ټايم ويبسايټ له مخې د پاکستان په لويو ښارونو کراچې، ګوادر پنجاب سربيره به په جنوبې سيمو کې د لمر تندر نيونه زياته او ډيره توره شپه به وې.

دغه وېسايټ زياتوې چې د پاکستان په دغو سيمو کې به له ۷۷سلنې تر ۸۵ سلنې پورې لمر تندر نيولی وي.

د ډيټ اينډ ټايم ويبسايټ په خپره کړې نقشه کې هغه سیمې هم په ګوته کړي چې هيڅ خسوف د لمر تندر نيول پکې نه وي.

د دغه ويبسايټ په وينا په دغه ورځ به د افغانستان ځینې برخې هم د خسوف ښکار شې.

دانش