fbpx

د ناکامورا په پل، پل کېږدۍ

خبریال ډاټ کام/ ۸ ډسمبر ۲۰۱۹ ـ د جاپانۍ خیریه موسسې مشر ډاکټر تیتسو ناکامورا مشهور په کاکامراد مړینه ډيره دردونکې وه.

د هېواد سربېره په نړیواله کچه غبرګونونه یې لرل.
په یاد یې شمعې بلې شوې ؛ مېرمنو او نارینه وو دغه غم خپل وباله او د ناکامورا له کورنۍ سره یې په دې لوی غم کې ځانونه شریک وبلل.
له تولیزې میډیا ور اخوا ټولنیزه ميډیا کې هم د ده پر مړینه خواشیني تر اوسه د خواشینۍ پيغامونه لیدل کیږي.
هر یو همدا خبره کوي ( کاکا مراد موږ وبښه! موږ ته ونشوې ساتلای))

اصله کې داده چې، ناکامورا جاپانی وو خو په ریښتینی ډول یې افغان ولس ته کار کاوه یو څو وحشیان پيدا شول او هغه یې ونشو زغملای او ژوند یې ترې واخیست.
خو یوه خبره داده چې، ښایي ترخه هم وي په ځینو به بد هم ولګي خو څه چې، وایم ریښتیا دي.
دلته موږ په اصل کې ژوندي نه ستایو کله چې، یوڅوک مړ شي بیا یې په ستاینو ستړي شو((موږ د زرو په قدر هله پوهیږو کله چې، له لاسه یې ورکړو)).
اوس دناکامورا د مړینې پر خواشینۍ سربېره د هغه پر پل ، پل اېښودل پکار دی.
یواځې په نمایشي ستاینو نه کیږي چې، موږ یې پر مړینه خواشیني وښایو او بیرته خپله د فساد جال ته ور ښکته شو.
ناکامورا فاسد نه وو ځکه خلکو له مرګ وروسته وستایه. حتمي ده که لارویان یې زیات شي ښایي له هغه ډیر وستایل شي.هغه وایي کنه:مړ شه داسې مړ شه چې وطن درپسې وژاړي)خپل خو هسې ژاړي چې دښمن درپسې وژاړي ټولنیزه میډیا کې هم ځينو دا خبرې لیکلي چې، له نمایشي خفګانونو تېرشئ راځئ د ناکامورا لاره غوره کړئ.

حمدالله ارباب په خپله فیسبوک پاڼه بیا د نُمایش تر عنوان لاندې لیکلي چې:
(( مُفسدین او د خاینو پلرونو خاینه اولاده حق نه لري د کاکا ناکامورا یا نورو افغانانو په غم نمایشي خفګان وکړي؛
ځکه: همدا تاسې مفسدین او د خاینو پلرونو خاینه اولاده وﺉ چې د وطن سرمایه مو لوټ کړله، ځمکې مو غصب کړلې، دولتي امکانات مو د خپلو شخصي ګټو لپاره وکارول او لا هم لګیا یۍ د افغان غوندي غیرتي ولس مو د اغیارو محتاج کړو.
که تاسې مفسدین او د خاینو پلرونو خاینه اولادې په اخلاص افغان وطن ته خدمت کړﺉ وﺉ نو له لویه سره به نه کاکا ناکامورا افغانسان ته راتلو او نه به دغسې په مظلومیت کې د خپلو نورو افغان وطنوالو سره هره ورځ په یو او بل نامالوم نوم قتلیدل!ٔ!
د کاکا ناکامورا او د روانې بدبختې عاملین همدا تاسې مفسدین او د خاینو پلرونو خاینه اولاده یۍ چې یوه ورځ به درسره مندا مظلوم ولس حساب کتاب کوي.
پروردګار مو تبا او برباد کړه بیغیرتو!!))

نو که په حقیقت کې د کاکا ناکامورا په قتل خفه یاست نو په درسپارل شوې دنده کې خیانت مه کوﺉ، عدل وکړﺉ، حق حقدار ته وسپارﺉ، فساد مه کوﺉ او مه بل پریږدﺉ، د لنډه غرو او غاصبینو د ملاتړ نه لاس واخلی، په یو بل او په ټوله کې په خپل مظلوم ولس رحم وکړﺉ، د کاکا همدغه لاره وه، تاسې یې هم تعقیب کړﺉ ترڅو وطن مو اباد کړﺉ!!.
د څلو، څلورلارو، او شمعو بلولو ترڅنګ په کار ده چې، له فساده لاس واخیستل شي او د هغه لاره تعقیب شي.

لیکوال: فقیرمحمد فقیرزی