fbpx

افغانستان هم نوولس کلنو نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه

خبریال ډاټ کام/۸ دسمبر ۲۰۱۹- افغانستان کریکټ بورډ نن يکشنبه د راتلوونکي ۲۰۲۰ کال د سويلي افريقا په کوربتوب د نوولس کلنو څخه کم عمره نړیوال جام سيالیو لپاره خپله پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

پنځلس کسیزه لوبډله کې د ملي لوبډلې لوبغاړي ابراهيم ځدراڼ ته هم ځای ورکړل شوی دی.او د یادو سيالیو لپاره يې فرهان زاخېل د لوبډلې مشر په توګه ټاکلی.

د لوبډلې نوملړ په لاندې ډول دی:

فرهان زاخېل (لوبډلمشر)، صديق اتل، رحمن الله ځدراڼ، ابراهيم ځدراڼ، اسحاق محمدي، نور احمد، شفيق الله غفاري، جمشېد مير علي خېل، عبدالرحمن، عابد تڼیوال، فضل حق، عمران مير، ظهېب زمانخېل، اصف موسی زی او عابد محمدي..

په احتياطي لوبغاړو کې همداشان سميع سالارزی، مجيد عالم، عارف خان، اسلام ځاځی او احسان مندوزی شتون لري.

د يادولو وړ ده چې ديارلسم پړاو د نوولس کلنو څخه کم عمره نړیوال پنځوس اوریز جام سيالۍ به راتلوونکي ۲۰۲۰ کال د جنورۍ مياشتې په اوولسمه نېټه پيل چې د فبرورۍ مياشتې په نهمه نېټه به پای ته وراسيږي.

پدې جام کې ټولټال شپاړلس لوبډلې اشتراک لري او په څلورو ګروپونو ويشل شوي دي او د دوی ترمنځ به ټولټال ۴۸ لوبې ترسره شي.د هر ګروپ څخه به دوه پياوړې لوبډلې «سوپر لیګ» پړاو ته لار ومومي.

په الف ګروپ کې هندوستان،جاپان،نیوزيلینډ او سریلانکا لوبډلې قرار لري.

په بي ګروپ کې اسټرالیا،انګليستان،نيجریا او ویسټ انډيز لوبډلې قرار لري.

په سي ګروپ کې بنګله دېش،پاکستان،سکاټلینډ او زمبابوې لوبډلې قرار لري.

په ډي ګروپ کې افغانستان،کاناډا،سويلي افريقا او عربي متحده امارات قرار لري.

افغان نوولس کلنه کریکټ ملي لوبډله پخپل ډي ګروپ کې لومړۍ لوبه د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د کوربه سويلي افريقا خلاف ترسره کړي، همداشان به د جنورۍ په ۲۲مه نېټه له متحده عربي اماراتو سره او وروستۍ لوبه به د جنورۍ په ۲۴مه نېټه له کاناډا لوبډلې سره ترسره کړي.

د يادونې وړ ده چې ځینو هيوادونو لا وړاندې دغه جام ته خپلې پنځلس کسیزې لوبډلې هم اعلان کړي دي.