fbpx

انګلستان کې د ۱۷۰۰ کلونو پخوانۍ هګۍ موندل شوې

خبریال وېبپاڼه / ۸ ډسمبر ۲۰۱۹- په انګلستان کې لرغون پیژندونکو خبر ورکړی دی چې د دې هېواد په سویل ختیځ بکنګامشایر سیمه کې یې ۱۷۰۰ کلنه زړه هګۍ او نور پخواني توکي موندلي او ترلاسه کړي دي.

د یوه بهرني خبري اژانس د راپور له مخې په بکنګامشایر کې د دې هېواد د لرغون پيژندنې ډلې د کیندني پر مهال غیر معمولي شیان موندلي دي، خو تاریخ ته په کتو سره ارزښت لرونکي دي چې پکې د ۱۷۰۰ کلونو پخوانۍ یوه هګۍ هم موندل شوې ده.

د یاد راپور له مخې، د لرغون پیژندنې ادارې ویلي دي چې دغه پیدا شوې رومن هګۍ ډیر احتمال لري چې بیا هم ترې په بیلابیلو ځایونو کې استفاده وشي، خو ډیر امکان دې ولري چې د زیږون پر مهال هم وکارول شي.

د لرغون پيژندونکو پر وینا دا کیندنې د نهه کلونو راهیسې د فلیس ماسرټن رومن کلي ته نږدې دوام لري چې په نتیجه کې یاده لرغونې هګۍ او نور تاریخي توکي موندل شوي او ترلاسه شوي دي.

د لرغون پوهانو پر وینا دوی، د هګیو سربیره د پوټکو څخه جوړ شوي پخواني بوټان، د لرګیو وسایل او یو ټوکر هم کشف کړی دی چې ډیر پخوانی تاریخ لري.

د کار پوهانو پر وینا په دغې کلي کې د دې هګیو نورې نښې نښانې هم موندل شوي دي، خو له ډیرو هڅو وروسته یې هم روغه هګۍ نه ده موندلې .

د انګلستان یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي چې ممکن پخوا په مذهبي توګه باندې د خلکو له لورې دغه هګۍ د دې لپاره په کنده کې ځای پر ځای شوي دي چې خواړه یې زیات شي او هغه وخت ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

لرغون پوهانو یاد کشف غیر معمولې وباله او وې ویل چې دا ورته د منلو وړ نه وه، خو څیړنو ثابته کړه چې یاد توکي د پخوانیو ساده خلکو له لورې په ځمکه کې خښ شوي وو څو یاد شیان ورته اضافه شي.

بلخوا په انګلستان کې د اکسفورډ لرغون پېژندنې یوه سایټ د بشپړو څیړنو وروسته د پایلو د خپرولو لپاره یو تاریخي کتاب خپروي، څو د انګلستان په دې تاریخي کلي کې د روښانه ژوند کولو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

دا لومړی ځل نه دی چې په انګلستان کې د ځمکې د کیندنې او د لرغون پوهانو د څیړنو وروسته دا ډول پخواني شیان کشف کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د انګلستان په یو شمېر ښارونو کې د سلګونه کلونو پخواني توکي کشف او ترلاسه شوي دي.