fbpx

د کرکټ بورډ درېو کارکوونکو لندن کې پناه اخیستې

خبریال وېبپاڼه: په لومړی ځل د کرکټ بورډ درې کارکوونکي له رسمي سفر او اجازې پرته لندن ته تللي دي او هلته یې د پناه اخیستلو غوښتنه کړې ده.

د خبریال ډاټ کام د معلوماتو له مخې د کرکټ بورډ دغه درې کارکوونکي څه وخت وړاندې په اګست میاشت کې د افغان معلولینو کرکټ لوبډلې سره یو ځای د نړیوال جام په سفر انګلستان ته تللي وو، خو شپږیزې لیګ ته بیرته د راستنیدو وروسته بیاځلي په هماغه ویزو انګلستان ته په تېښته بریالي شوي دي.

زمونږ د سرچینو د معلوماتو له مخې په دغو دریو کسانو کې د کرکټ بورډ د رسنیو برخې غړی بختیار ساحل، په نړیوال جام کې د معلولینو کرکټ ملي لوبډلې سره مل فزیو یا روغتیایي مسوول ډاکټر خاکسار او د کرکټ بورډ د ای ټي مشر سمیع هاشمي شامل دي.

سرچینه وایي، چې په تېره اګست میاشت کې د افغان کرکټ بورډ له لورې دغو دریو کارکوونکو ته د شپږو میاشتو ویزې اخیستل شوې وې، خو یاد سفر په رسمي ډول د یوې میاشتې لپاره دوام کړی وو.

دا لا معلومه نه ده چې یادو کارکوونکو په دې هېواد کې څه ډول پنا غوښتي ده، خو زمونږ د سرچینو د معلوماتو له مخې د کرکټ بورډ دریواړو کارکوونکو په افغانستان کې د ګواښ له کبله په انګلستان کې د پنا اخیستلو غوښتنه کړې ده چې لاهم ورته مېشت دي.

سرچینه وایي، بختیار ساحل، سمیع هاشمي او ډاکټر خاکسار درې واړه، غواړي په افغانستان کې د کورنیو له غړو سره یو ځای ژوند ونکړي، بلکې په انګلستان کې د کورنیو غړو لپاره هم قبولي واخلي.

لندن ته د دې کارکوونکو تګ د افغانستان کرکټ بورډ هم تایید کړې ده او ویلي دي چې یادو کسانو د بورډ د تیرو ویزو څخه استفاده کړې ده او په غیر رسمي سفر یاد هېواد ته د پنا اخیستلو په موخه تللي دي.

افغان کرکټ بورډ هم مهاله د بختیار ساحل، سمیع هاشمي او د ډاکټر خاکسار دندې لغوه اعلان کړې دي او ویلی دي چې د یادو کسانو قرار داد یې له دې سرغړونې وروسته پرې کړی دی.

د افغان کرکټ بورډ یوه چارواکي خبریال ډاټ کام ته وویل، چې په اوسنیو حالاتو کې د افغان کرکټ ټولو لوبډلو او د بورډ کارکوونکو ته د نورو هېوادونو ویزې په ډیرې سختۍ سره ورکول کېږی، چې دا ډول سرغړونې به د ویزو په ترلاسه کولو کې نور خنډونه هم پيښ کړي.

په ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر افغانانو کلک غبرګونونه ښودلي دي دوی وایي، دا نه وه پکار چې یاد کسان دې د افغان کرکټ بورډ د نوم په استفادې سره په غیر رسمي سفر بل هېواد ته ولاړ شي چې دا به په راتلونکې کې نورې ستونزې هم راولاړې کړی.

دوی وایي چې په دا ډول کړنو سره به د افغانستان خلکو او سپورټي ادارو ته اروپایي هېوادونه خپلې ویزې ورکول
نور هم سخت کړي، چې دا د افغانستان نوم او افغانانو لپاره ستونزې جوړولی شي.