fbpx

امریکايۍ لښکري له افغانستانه لري نه ځي

خبریال وېبپاڼه: د امریکې دفاع وزارت ویلي چې لښکري به یي له افغانستان څخه په بشپړه توګه په هیڅ صورت کې و نه وزي.

وزارت روښانه کړه، هغه شمیره امریکايي سرتیري چې  د یوه احتمالي جوړ جاړي له مخي  له دغه ملک وزي، لري به نه ځي.

اوس مهال د امریکې په زرهاوو سرتیري د افغانستان په څو سیمو کې ځآی پر ځآی دي.

د دغو ځواکونو لویه قرارګاه د بګرام پوځي هډه ده.

دا هډه په یوه پر مختللي داسي مرکز بدله شوي چې پکې د ۲۰۲۰ کال په پوځي معیار وسلي، مخابراتي دستګاوي او دفاعي سیستمونه سمبال کړای شوي دي.

د امریکې دفاع وزیر مارک ایسپر پرون په واشنګټن کې په یوه څیړنیز دفاعي مرکز کې د خبرو پر مهال وویل چې که چیرته یو شمیر امریکايي سرتیري له طالبانو سره د توافق له مخي له افغانسان ووزي، نو هغوي به د هند سمندر شاوخوا ځای پر ځای شي.

دفاع وزیر زیاته کړه، سیمه د امریکې د سرتیرو شتون ته اړتیا لري او یو شمیر متحدین د دښمن له خطره د سکون احساس  نه کوي.

وزیر دا و نه ویل چې یاد سرتیري به د هند سمندر په کومه څنډه او یا کوم هیواد کې ځای پر ځای کیږي خو داسي انګیرنه موجوده ده چې یو شمیر امریکایي سرتیري به  په قوي احتمال په هند او ځیني شمیر به د اماراتو په یو شمیر ښارونو کې او هغو اوبو کې ځای پر ځآی شي چې د اماراتو او ایران تر منځ پرتي دي.

امریکا اوس مهال له طالبانو سره په خبرو بوخته ده .

د امریکې حکومت پلان لري چې له طالبانو سره له یوه احتمالي جوړجاړي وروسته خپلو سرتیرو شمیره دغلته را ټیټه کړي او په ورته وخت کې لا هم په سیمه خپل نفوذ ولري.

ایران یو له هغو هیوادونو څخه دی چې امریکا یې په سیمه کې له لاس وهنو او خوځښتونو په ویره کې ده.

واشنګټن څو ځله دغه هیواد ته د سمیدو خبرداری ورکړی لیکن تهران بابیزه ګڼلی دی.

د ایران رسنیو د دغه هیواد له مذهبي مشره په نکل ویلي چې د یاد ملک په ورستیو ناکراریو کې د امریکې، اسرایلو او یو شمیر نورو هغو ملکونو لاس وو چې په سیمه کې د ناکراریو اصلي لاملونه دي.

دا هغه تورونه دي چې متحدو ځواکونو رد کړي دي.

نن یو شمیر عربي رسنیو راپور ورکړ چې د امریکې یو شمیر جنګي بیړۍ د فارس د خلیج په لور د حرکت په حال کې دي.

په همدې حال کې اسرایلو ایران ته ګواښ کړی چې که چیرته یي اتومي فعالیتونه لږ هم دوي ته خطر پيښ کړي نو د دغو تاسیساتو له بمبارولو پرته به کومه بله لاره و نه لري.

م. جلالزی