fbpx

په سوات کې د خان شهید ۴۶م تلين غونډه ترسره شوه

خبريال وېبپاڼه: د ډسمبر پر ۸ د کرښې هغې غاړې ته د خيبر پښتونخوا په سوات سيمه کې د پښتون ملتپال ګوند بنسټ ايښودونکي او لوی مبارز خان شهيد (عبدالصمد خان اڅکزي) ۴۶م تلين غونډه تر سره شوه او د هغه روح ته دعا وشوه.

په ياده تلين غونډه کې د پښتون ملتپال ګوند(پښتونخوا ملي عوامي ګوند) مشرانو، د خيبر پښتونخوا، سوات او کرښې هغې غاړې مشرانو ګډون کړی وو چې د خان شهيد په مبارزه ژوند، او کارونو يې خبري وکړې.

د يادې غونډې مشرۍ د پښتونخوا ملې عوامې ګوند د سوات د برخي مشر مختار يوسفزي کوله.

ښاغلي مختار يوسفزي د خان شهيد د مبارزې د ستايلو تر څنګ د هغو ګړاونو او تلکيفونه يادونه وکړه چې شهيد عبدالصمد خان اڅکزی د مبارزې په بهير کې ورسره مخ شوی.

مختار يوسفزي وويل، چې خان شهيد پښتونو ته د حق غوښتنې له امله څو ځله انګريزانو او د هغو په لاسو جوړ پاکستان بندي او زنداني کړ په زندان کې يې سخت شکنجه او وکړوله.

ښاغلي يوسفزي په اوسنيو پښتنو مشرانو نيوکې وکړې او ويې ويل چې اوس ۷۰ پښتانه د پاکستاني پوځ له لوري شهيدان شوي خو هيڅ يې پښتنه نشې کولای.

بل خوا بيا د پښتونخوا ملې عوامي ګوند يو مخکښ مشر او سياستوال هم عثمان کاکړ خان شهيد د نړۍ په سطحه يو مخکښ او لوی مبارز وباله، ښاغلي کاکړ زياته کړه چې خان شهيد د کرښې دې غاړې ته د ټولو قومونو د حقونو لپاره مبارزه کوله، په تيره بيا د پښتون افغان لپاره.

عثمان کاکړ وويل چې د خان شهيد ارمان دا وو چې ټول افغانان دې سره يو ځای په يوه کور(افغانستان) کې ژوند وکړي ، ده زياته کړه چې موږ هم د خان شهيد په پله روان يو هيچا ته به دا اجازه ورنه کړو، چې موږ سره بيل او زموږ تاريخ را محوه کړي.

د يادونې وړ ده چې خان شهيد يا عبدالصمد اڅکزی ۲۶ کاله مخکې د کرښې پورې غاړې په پلوچستان ايالت کې ومړ.

ارواښاد اڅکزي د ژوند ډيره برخه په زندان کې تيره.چې هلته يې ځني کتابونه هم وليکل.

خان شهيد د پښتنو د حقونو او د هغوی د راويښولو لپاره ډيرې منډې تړې او سختي وګاللي.
روح يې ښاد ځای يې فردوش شه

هيره دې نه وې چې د يادې غونډې په ورستيو کې د هغه چاپانې الاصله افغان تيتسو ډاکټر ناکامورا ياد هم تازه شو چې څو ورځې مخکې د ننګرهار په ولايت کې د نامعلومو وسله والو له لورې له خپلو ۵ افغان همکارانو سره يو ځای ووژل شو.

دانش