fbpx

پکتیکا کې د سون توکو بیې یو په دوه لوړې شوي

خبریال ډاټ کام: په پکتیکا ولایت کې د سون توکوبیې یوپه دوه لوړې شوې دي.

د دې ولایت اوسېدونکي وایي، د تېرو کلونو په پرتله په دې ولایت کې د سون توکو بیې نیمايي پورته تللي دي.

د یادولایت د یحیی خیلو دولسوالۍ ځایي اوسیدونکي وايي، تير کال په دې ولسوالۍ کې د یو من لرګیو قیمت ۵۰ افغانۍ وو، خو په خبره یې چې، اوس د یو من لرګیو بیه تر ۹۵ افغانیو پورې لوړه شوې.

د یادې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی عبدالله وایي: ((د دې ولایت خلک ډير بې وزله ، وسه او غریب ديری خلک له همدې امله لرګي نشي اخیستلای ځکه قیمته دي)).

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی عبدالرحمن هم د سون توکو له لوړ قیمت څخه شکایت لري او وایي، اوسنیو قیمتونو ته په کتو دهیچا وسه نه کیږي چې دا وپيري.

دی زیاتوي: (( د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د لرګیو قیمت نیمايي زیات شوی دی او دا لوی ظلم دی حکومت باید د دې غمه وکړي)).

عبدالرحمن وایي، د سون توکو د بیو د لوړیدو ستر لامل دا دی چې، دلته پیر او پلور په کلدارو ترسره کیږي.

دی وایي ورځ تر بلې د کلدارو ارزښت کمیږي او ورسره د سون توکو بیې لوړیږي خو زیاتوي که د کلدارو دمخنیوي لپاره جدي ګام پورته شي ښایي دا ستونزه یو څه حل شي.

ځايي خلک بیا لوړه مالیه هم د بیو د لوړوالي بل لامل یادوي.
دوی وایي دوی ته د لرګیو راوړل خورا ستونزمن کار دی ځکه د دوی په خبره په لاره کې څو ځایه د مالېې په نوم ترې پیسې اخېستل کیږې چې دې څه هم د لرګیو په بیه کې لوړوالی راوستی او خلکو ته يي اخېستل ستونزمن کړي دي.

د لرګیو پلورونکي هم مني چې بیې لوړې دي خو لامل یې لوړه مالیه یادوی.

غازي ګل چې د لرګیو ټال لري وایي، له سختیو وروسته یواځې پنځه افغانۍ په یوه من کې ګټه کوي او په خبره یې مجبور دی چې، بیه لوړه کړي که نه تاوان سره به مخ شي.

خو ځایي خلک بیا وایي، که د سون توکو بیې راټیټې نه شي ولس به لا نور هم له ستونزو سره مخ شي او له دولته به شکایتونه زیات شي.

دوی وایي، دولت ته پکار ده چې، ولسونو ته خدمات وړاندې کړي نه دا چې، پر ولسونو لا فشار وارد کړي.
د ژمي په راتګ سره په ټولیز ډول د هېواد په سړو سیمو کې د سون توکیو بيي لوړیږي.

خودمعلوماتو له مخې سږ کال په پکتیکا کې د لرګیو قیمت دومره لوړ شوی چې،اخېستل يې بې وسه خلکو ته اسان کار نه دی.

که دولت په دې برخه کې اقدام ترسره نه کړي نو د بې وزله خلکو دې الله مل ځکه بله چاره نشته چې، له یخې هوا ځان وژغوري.

د سون توکي یواځې پکتیکا نه د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم په دې تړاو خلک شکایتونه لري.
راپور: ف، م