fbpx

لغمان ولایتي انتظارخونه د ناکامورا په نوم ونومول شوه

خبریال وېبپاڼه: د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د ولایت مقام دننه یې جوړه شوې انتظار خونه د جاپانۍ خیریه موسسې د وژل شوي مشر تیتسو ناکامورا په نوم ونوموله.

د لغمان والي محمد آصف ننګ وایي، داکتر تېتسو ناکامورا افغان خاورې ته د کړو خدمتونو او د قدرداني په موخه د هغه په نوم جوړه شوې انتظارخونه د هغه په نوم ونوموله.

والي دغه جوړه شوې انتظار خونه په داسې حال کې د ناکامورا په نوم ونوموله چې د پوهنې وزیر میرویس بلخي او کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي هم دې ولایت ته ورغلی وو.

والي ننګ زیاته کړه چې، ډاکټر ناکامورا د افغانستان د ابادۍ یو رښتینی خدمتګار د بیا رغونې اتل، د سپېرو دښتو زرغوونکی او یو نه هېرېدونکی اتل او خواخوږی وو.

هغه وویل، د ناکامورا خدمتونو ته په کتو پکار وه چې، د هېواد په کچه ډیر څه ترسره شوي وای خو وایي، که څومره یې وستایي حق یې نه شي ادا کولای.

په ورته مهال د پوهنې او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیرانو هم د لغمان د ولایتي ادارې له دې کړنې دمننې ترڅنګ ناکامو ریښتینی اتل یاد کړ.

جمهور رئیس محمد اشرف غني هم د ډاکټر ناکامورا د مړي د سپارلو پرمهال ژمنه وکړه چې، دهغه تر لاسه لاندې ټولې پروژې به بشپړې کړي او نیمګړې به یې پرینږدي.

جاپانی ډاکتر تیتسو ناکامو تیره چهارشنبه په جلال اباد ښار کې دولایت د ودانۍ ترڅنګ نا پيژاندو وسله والو پرې برید وکړ.

نوموړی لومړی سخت ټپي شو خو وروسته روغتون ته د لیږدول کیدو پرمهال یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

ناکامورا څه باندې ۱۵ کاله ننګرهار کې د دې ولایت اوسیدونکو ته په بیلابیلو برخو کې خدمات وړاندې کړل، سپیرې دښتې یې په ابادې بدلې کړې ، هغه ځمکو چې اوبه نه درلودې اوبه یې ورته دکونړ له سینده راتیرې کړې.
خو د ناکامورا تر ټولو لوی آرمان د مروارید کانال پراخول وو چې نیمګړی پاتې شو.

د یادونې ده چې، د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم د ډاکټر تیتسو ناکامورا په نوم یو څلی جوړیږي او دغه راز په خوست کې هم یو واټ د ده په نوم نومول شوی دی.
د نوموړي خدماتو د هېواد په کچه خلک دردمن کړل او په ډيری سیمو کې یې په یاد شمعې بلې شوې او له کورنۍ سره یې خلکو غمرازې وکړله.

د ناکامو له وژل کیدو وروسته د هغه قاتلین له سیمې وتښیتیدل او تر اوسه یې د نیول کیدو په اړه امنیتي مسولینو څه نه دي ویلي.

په مرکز کابل کې د یو شمېر مدني فعالانو او د کابل اوسیدونکو د پاکستان د سفارت نماینده ګۍ تر مخه لاریون وکړ او په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه لاریون د انجنیر تېتسو ناکامورا او د هغه د پنځه تنه ملګرو د وژل کېدو په غبرګون د پاکستان د سفارت نماینده ګۍ تر مخه ترسره شو.

دناکامو جسد جمهور رئيس پنځو تنو ته چې په کې د ناکامورا مېرمن، د هغه لور او درې نور همکاران او ملګري وو وسپاره او جاپان ته یې ولیږه.

راپور: ف ، م