fbpx

روان پوهنه څه شی او زمونږ په ژوند څه تاثير لري؟

خبريا وېبپاڼه: روان پوهنه هغه علم دی چې زموږ کړه وړه، ذهني حرکات تر څيړنې لاندي نیسې روان پوهنه د ژوند يو ډير مهم اړخ په نظر کې نیسې دغه پوهنه د انسانانو تر منځ اړيکې، خبري اتري، په ځان باور، خفګان، غوسه، ژړا، خندا او له چاپيريال يا خلکو څخه تښته او دې ورته موغات په خپله غيږه کې را نغاړې.

د بدن ژبه (Body language)

په روان پوهنه کې له هغو غوره لارو څخه يوه د بدن ژبه ده چې يو اروا پوه کولای شې د يوه شخص له حرکاتو او د هغه د بدن له ژبې څخه وپوهيږې چې د هغه په ذهن کې څه شی تيريږي.

د روان پوهنې د علم مرسته کولای شو په خپل ځان کې ټول منفي عادتونه وپيژنو او له هغو څخه د خلاصون چل زده کړواو په ټولنه کې د يوه بريالې انسان په توګه ژوند وکړو.

د روان پوهنې د علم تاثير په ژوند باندې

موږ ټول انسانان د ښه او غوره ژوند په لټه او ارمان يو
د دې په ارمان يو، چې خوشاله، خوشبخته او ارام ژوند ولرو د روحي او رواني روغتيا څخه برخمن اوسو په ژوند کې بريالي او ښه او ډير زيات مالي ثروت او شته ولرو، په ټولنه کې لوړ اجتماعي موقف(ځای) ولرو او يا دې ته ورته نورې غوښتنې چې زموږ ژوند پرې روښانه او ښايسته کيږي.

نو دې ټولو غوښتنو او ارمانونو ته د رسيدلو لپاره روان پوهنه ولولئ، د خپل ځان او د نورو وګړو په احساسات، پوښتنو، غوښتنو او هيلو ځان پو کړئ .

د روان پوهنې د علم په مرسته لومړی د خپل ځان په عادتونو، احساساتو، پوهيږې، که په خپلو عادتونو، احساساتو، او خواصو پوی نه شوئ نو بیا نه شئ کولای د نورو په کړو وړو او خويونو پو شې.

که څه هم موږ د ټولنې ډيری وګړی په روحې او روانې ستونزو اخته دي نو د دوی لپاره تر ټولو غوره درملنه د روان پوهنې علم دی چې بايد علاج او درملنه يې وشې.

که د چا سر، يا نس، يا د بدن کوم بل غړی درد کوي موږ يې ډاکټر ته باييو په هغه پسې مو کله هم نه دي خندلی چې ولې دا سړی ناروغه شوی.

رواني ناروغ هم دې ورته دي موږ بايد پسې ونه خاندو توهين او تحقير يې نه کړو.
که يو څوک په دې روانې ناروغي اخته وي چې ژر، ژر يئ زړه تنګيږي او يوازيتوب خوند ورکوي له هغه سره باید مرسته وکړو هغه بايد نور په دې ونه ځوروو چې ته خو مغروه يې قبر کوي او داسې نورې خبري بلکې د هغه د درملنې په فکر کې شو.

د ځينو روانې ناورغيو څخه په لاندي ډول يادونه کوو غوسه، خفګان، غرور او تکبر، درواغ ويل، سخت زړه توب، ډيره ژړا کول، له چاپيريال او خلکو څخه تښته، روانې ناروغ ډير بد الفاظ کاروی ډيرې کنځلي کوي.

لیکنه: دانش