fbpx

چارواکي: د ناکامورا د قتل په تړاو دوه تنه نیول شوي

خبریال وېبپاڼه: د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د ډاکټر ناکامورا د ترور د پېښې څېړلو په موخه له مرکز څخه تخنيکي ټيم راغلی او دغه راز په ياده قضيه کې د لاس لرلو په تور دوه کسان نيول شوي دي.

والي شاه محمود میاخېل، د دې ولایت په امنیه قومندانۍ کې يو مطبوعاتي کنفرانس ته وویلې، د ډاکټر ناکامورا د مړينې په اړه ولايتي ادارې په مشرۍ ګډو امنيتي ځواکونو هلې ځلې ګړندۍ کړي او له مرکز نه هم تخنيکي ټيم د مرستې په موخه دې ولایت ته را رسیدلی دی.

دی زياتوي: ((د ناکامورا د موضوع په تړاو باندې تخنيکي ټيمونه له مرکز څخه راغلي دي، هغوی خپل شواهد لاسته راوړي، زموږ له امنيتي او دفاعي قوتونو سره يو ځای کار کوي تر څو قاتلين ونيول شي او په خپله سزا باندې ورسول شي.))

په ورته مهال د ننګرهار امنيه قوماندان ايمل نيازي وويل، چې د ناکامورا د قتل په تړاو د پوليسو له لورې دوه کسان نيول شوي دي چې ياد کسان تر تحقيق لاندې دي.

نیازي دغه راز وویل د نیول شویو کسانو له کورونو څخه یې وسلې، نظامي تجهيزات او يونيفورم هم تر لاسه کړي دي.

هغه وویل چې د دغې قضيې د لا څېړلو په موخه هلې ځلې روانې دي خو په خبره یې چې، بشپړ معلومات به يې وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

دغه راز والي نن د دې ولایت مسؤلینوسره په همغږۍ د مرواريد کانال او کوز کونړ پارک د ډاکټر ناکامورا په نوم تصویب کړ او مرکز ته یې دتائید په موخه ولیږدوه .

میاخېل وویل: (( ډاکټر ناکامورا د اوبو د مهارولو او ابادۍ اتل وو او لازمه ده چې د تل پاتې نوم ساتلو په موخه یې د مروارید کانال او د کوز کونړ پارک چې د نوموړي له لورې شاوخوا ۱۲ کاله وړاندې په ۱۲ سوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی،ونومول شي چې د مسؤلینو له لورې هم یاده پرېکړه تصویب او د منظورۍ په موخه مرکز ته واستول شوه)).

دغه راز په جلال اباد ښار کې یوشمیر ځوانانود جلال اباد ښار شیرزي لوبغالي ته څېرمه په امنیتي دیوالونو باندې د ډاکټر ناکامورا انځور رسم کړ.

ف ،م