fbpx

د فساد په لویو دوسیو کې ښکېل کسان لاهم نه دي نیول شوي

خبریال وېبپاڼه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یوناما وايي، افغان حکومت د فساد پر وړاندې ښه مبارزه کړې ده، خو لاهم د فساد په لویو دوسیو کې ښکېل کسان نه دي نیول شوي او ازاد ګرځي.

یوناما د فساد پر ضد د افغان حکومت د مبارزې په برخه کې د نوښت او وروستیو پرمختګونو په اړه ویلي دي چې دوی یې په بشپړه توګه ملاتړ کوي، خو دوی د فساد پر ضد د افغان حکومت د څرګنده ګامونو غوښتنه کړې ده څو په ادارو کې فساد په بشپړه توګه ختم شي.

افغانستان لپاره د یوناما مشر تدامیچي یاماماتو ویلي دي چې ملګري ملتونه له هغو حقوقي کړنلارو، مهمو پالیسیو او بنسټیزو پرمختګونو هرکلی کوي چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لیدلوی په بشپړه توګه پیاوړی کوي او په نړیواله کچه د باور فضا جوړوي.

یادې ادارې ویلي دي چې ملګري ملتونه هغه امنیتي وضعبت درک کوي چې قاضیان او څارنوالان پکې په فعالیت بوخت دي او د عدلي او قضایې ادارو د کارکوونکو هدفي وژني غندي.

خو په ورته مهال د فساد پر ضد د عدلي مرکز وایي،چې د فساد قضیو ته یې په مکمله توګه رسېدنه کړې ده او ډیری هغه کسان چې په دا ډول قضیو کې ښکېل پاتې شوي دي تر زندانه رسېدلي دي.

خو د دوی په اړه د ملګرو ملتونه وایي، چې دغې مرکز لاهم په لویه کچه په لویو دوسیو کې په فساد د ښکېلو کسانو په اړه اغیزناک ګام نه دی پورته کړی، خو باید په دغې برخه کې ژر تر ژره خپل فعالیتونه او ګامونه واخلي.

افغان چارواکي بیا وایي، چې د ملي یو والي حکومت د فساد پر ضد په مبارزه کې تر دې دمه بریالی روان دی چې په ډیرو ادارتو کې په ډیر لږ وخت کې د فساد مخنیوی کړی دی.

د ولسمشرۍ مانۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال بیا رسنیو ته ویلي دي چې افغان حکومت فساد سره جدي مبارزې ته ژمن دی چې له همدې کبله وخت ناوخت یې په سمون لاس پورې کړی دی هغه د دفاع وزارت، کورنۍ چارو او مالې وزارت یاد کړ چې په دې وروستیو کې پکې پراخ اصلاحات راغلي دي او د فساد مخنیوی پکې شوی دی.

څه وخت وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي وو چې حکومت یې د فساد پر ضد لوړ ګامونه اخیستي دي، خو هغه کسان چې ډلییزې ګټې یې په خطر کې دي په دې برخه کې اصلاحات د ځان لپاره کنده کېندنه بولي.

د یادولو ده په دې وروستیو کې ډیری نړیوالې ټولنې او هېوادونه د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت او افغانانو پرمختګونه ستایي.