fbpx

جولیا پریس د بریسبن هېټ لوبډلې روزونکي ډلې سره یو ځای شوه

خبریال ډاټ کام/۹ دسمبر ۲۰۱۹- د اسټرالیا ښځینه کریکټ پخوانۍ ویکټ ساتوونکي لوبغاړې جولیا پریس د راتلوونکي نهم پړاو بیګ باش سیالیو کې د بریسبن هېټ لوبډلې مرستیاله روزونکي وټاکل شوه. دا لومړۍ ځل دی چې یوه ښځینه د بیګ باش نارینو سیالیو کې د یوې لوبډلې سره د روزونکي په توګه کار پیلوي.

۴۷ کلنه پریس به د بریسبن هېټ لوبډلې د مشر روزونکي درن لهمن سره یو ځای خپلې دندې ته دوام ورکړي.

جولیا پریس چې لدې وړاندې یې د ښځینه بیګ باش سیالیو  کې د هوبرټ هریکنز لوبډلې سره درې کاله د مشرې روزونکي په توګه کار کړی،د ” اوه  تلویزوني چینل” سره یې د کمیټرۍ پر مهال د نوي دندې   پیلول تایید کړل.

نوموړې وویل،ددې فرصت څخه خوشحاله ده چې د سړیو له ټیم سره یو ځای کیږي،وبه ویني چې د سړیو او ښځو ترمنځ په لوبو کې څومره توپیر دی.

نوموړې زیاته کړه،چې ما د هوبرټ هریکنز ښځینه لوبډلې سره د روزنې دنده اجرا کړې،خو دا لیول بیا له هغې زیات توپیر لري.په سر کې به ستونزې وي،زه غواړم چې د لوبغاړو او روزونکو څخه یې ډیر څه زده کړم.

د یادولو وړ ده چې جولیا پریس به هغه مهال د بریسبن هېټ لوبډلې سره یو ځای شي،کله چې د یادې لوبډلې څخه د توپ اچونې روزونکی د نوولس کلنې لوبډلې سره یو ځای شي.

ریان هریس د سویلې افریقا په کوربتوب د نوولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو لپاره د اسټرالیا نوولس کلنې کریکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی ګمارل شوی دی. 

د بریسبن هېټ لوبډلې مشر روزونکي درن لهمن چې تیره ورځ یې د ښځینه بیګ باش سیالیو پایلوبې پر مهال د جولیا پریس سره یو ځای کمیټري کوله، د هغې ستاینه وکړه او هغه یې،یوه تجربه کاره روزونکي یاده کړه.

نوموړي وویل: (( جولیا پریس د کریکټ د لوبو ښه ذهنیت لري. هغه لدې وړاندې د ځینو لوبډلو روزونکي پاتې شوې او پدې برخه کې کافي تجربه لري. د هغه یو ځای کیدل د ټیم لپاره ډیر ګټور ثابتیدلی شي.مونږ پدې خبر و،چې ریان هریس به د بیګ باش د پیل څو سیالیو کې له مونږ سره وي او له هغې وروسته نوولس کلنې لوبډلې سره یو ځای کیږي،زمونږ د کوچینګ ډلې د هغه د خالیګاه د ډکولو لپاره په فکر کې و او بالاخره بریسبن هېټ لوبډلې داسې لار غوره کړه،چې تراوسه مونږ هم نه وه لیدلې او یوه ښځینه یې روزونکي ډلې سره یو ځای کړه. دا یوه نوي احتراع وه او زه پدې ډیر خوښ شوم.)) 

 د یادولو وړ ده چې جولیا پریس د ۱۹۹۶ کال نه تر ۲۰۰۵ کال پورې د اسټرالیا ښځینه کریکټ ملي لوبډلې لس ټیسټ او ۸۴ یو ورځنۍ لوبې کړي دي.

بریسبن هېټ لوبډله به په  بیګ باش سیالیو کې لومړۍ لوبه د دسمبر په اوولسمه نېټه د سیډني تندر لوبډلې خلاف ترسره کړي.