fbpx

سرور دانش: حکومت د فساد ضد مبارزه کې پاتې راغلی

خبریال وېبپاڼه: د افغان ولسمشر محمد اسرف غني دوهم مرستیال سرور دانش وایي، له دې سره سره چې افغان حکومت په ټول توان سره د فساد ضد د مبارزې په برخه کې هڅې زیاتي کړي دي، خو بیایې هم خپل ټاکلی هدف نه دی ترلاسه کړی.

سرور دانش نن په پلازمېنه کابل کې د فساد پر ضد د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون، اطلاعاتو ته د لاس رسي کمیسیون او د حکومت لخوا د حساب ورکولو لوی بهیر رامنځته کول، له مدني ټولنو څخه ملاتړ د افغان حکومت له مهمو اقداماتو څخه دي.

نوموړی زیاتوي، له دغو شویو اقداماتو سره بیا هم افغان حکومت په دې نه دی توانېدلی چې په اداراتو کې شته فساد له منځه یوسي او خپل ټاکل شوي هدف ترلاسه کړي، دغه راز هغه هیله وښودله چې په راتلونکې کې په شفاف ډول ټولې ادارې خپلې مالي چارې پر مخ بوځي او هم د کار کوونکو په ټاکنه کې فساد ونه شي.

بلخوا نن د ملګرو ملتونو استازولۍ هم د فساد پر ضد د افغان حکومت هڅې ستایلي دي،خو پر وینا یې اوس هم
حکومت هغه کسان نه دي نیولي چې د فساد په لویو دوسیو کې لاس لري او په ازادانه ډول ګرځي.

یوناما د فساد پرضد د افغان حکومت وروستۍ هڅې او مبارزې، نوښت او پرمختګونه ستایلي دي او حکومت ته یې ډاډ ورکړی دی چې دوی یې په بشپړه توګه ملاتړي دي، خو زیاتوي چې د فساد پر ضد نورو سترو ګامونو ته هم اړتیا شته چې باید واخیستل شي.

د افغانستان لپاره د یوناما مشر تدامیچي یاماماتو هم زیاتوي چې ملګرو ملتونه له هغه مهمو پالیسیو، حقوقي کړنلارو او بنسټیزو پرمختګونو هرکلی کوي چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان راتلونکی پیاوړی او روښانه کوي چې دا به په نړیواله کچه د افغانستان اعتبار او باور وساتي.

څه موده وړاندې افغان ولسمشر هم په دې اړه ویلي و،و چې حکومت یې د فساد پر ضد کوټلي ګامونه اخیستي دي، خو هغه کسان چې ډلییزې ګټې یې په خطر کې دي په دې برخه کې نه غواړي چې اصلاحات راشي.

د یادولو ده په دې وروستیو کې د فساد پر ضد ډیری نړیوالو ټولنو او هېوادونو د افغان حکومت او افغانانو پرمختګونه او هڅې ستایلي دي، دوی په دغې برخه کې د حکومت سره په مالي برخو کې هم همکاري کړې ده، څو د حکومت کارکوونکو او ولسي خلکو ته د ورکشاپونو له لارې د فساد ضد عامه پوهاوی ورکړي.