fbpx

اردوغان: ترکیه به تل د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ وي

خبریال وېبپاڼه: د ترکیې هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول ښار کې د اسیا زړه د کنفرانس په یوې څنډه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي او په دې ناسته کې ویلي دي چې ترکیه به تل د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ وي.

اردغان دغه راز د خبرو پر مهال ټینګار کړی دی چې په هر ډول حالاتو کې به ترکیه او ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې ولاړ وي چې دا به نور هم دوام وکړي او لا به غښتلي ودریږي.

په دغې ناسته کې دواړو لوریو د افغان سولې په پروسې، د پاکستان ، ترکیې او افغانستان د ولسمشرانو ترمنځ د درې اړخیزې ناستې جوړیدو، په افغانستان کې د ترکيې شرکتونو پانګونې، په هېواد کې د افغان ترک ښوونځیو په سمه توګه مدیریت او د ترکیې له لورې په افغانستان کې د ښځو یو معیاري پوهنتون جوړولو په اړه هر اړخیزه بحث او خبرې وشوې.

رجب طیب اردوغان هم افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې دوی د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي، چې د افغان امنیتي ځواکونو به په بشپړه توګه ملاتړ وکړي، دغه راز به په یاد هېواد کې لوی لوی شرکتونه او پانګوال په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅوي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه لېرې واټن نور هم راکم شي.

په دې کتنه کې ولسمشر غني د افغان سولې لپاره جوړ شوی اوه ماده ییزه پلان هم د رجب طیب اردوغان سره شریک کړ چې په اړه یې بشپړ معلومات ورکړ او په یاده پروسه کې د ترکیې رول مهم وباله.

دغه راز د ترکیې ولسمشر اردوغان د اسیا زړه کنفرانس په یوې برخه کې د خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان په حساسو شرایطو کې قرار لري چې په دې توګه نړیوالو ته په کار ده چې په دغه هېواد کې زیاته پانګونه وکړي.

اردوغان ویلي دي که چيرې ترکیه او نور نړیوال هېوادونه په افغانستان کې په پراخه توګه پانګونه وکړي نو په دې هېواد کې به د اقتصادې ودې په زیاتېدو سره هم مهاله دایمي سوله راشي.

نوموړي په ټینګار سره وویل، نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره خپلو مرستو او همکاریو ته ژمنه ده، خو د افغانستان حکومت ته هم په کار ده چې پر خپلو کړو ژمنو باندې عمل وکړي او پوره یې کړي.

ولسمشر غني د دې کنفرانس په څنډو کې د ترکیې د ولسمشر ترڅنګ د نورو هېوادونو له ولسمشرانو، لومړي وزیرانو او راغلو ټاکل شویو استازو سره هم کتلي دي او د افغانستان په اړه یې ورسره هر اړخیزه بحث او خبرې کړي دي.

د یادولو ده ولسمشر غني د ترکیې هېواد په کوربه توب په استانبول کې د اسیا زړه جوړ شوی کنفرانس د سیمې ییزو همکارۍ اتصال او د افغانستان لپاره د نړیوالو ښه نیت له کبله ګټور او بریالی وباله .