fbpx

پر سیمه ییز اتصال د ولسمشر غني او الیس ویلز خبرې

خبریال ډاټ کام: ولسمشر غني د امریکا د بهرنیوچارو وزارت مرستیالې سره پر سیمه ییز اتصال خبرې کړې دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې، محمد اشرف غني ”د اسیا زړه – استانبول پروسه“ اتم کنفرانس په څنډه کې تېر ماسختن د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز سره د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه وکتل.
دواړو لوریو په دغه کتنه کې سیمه ییز اتصال،سولې پروسې په برخه کې له یو بل سره پرهمکاریو بحث او خبرې وکړې.

هغه په دغه ناسته کې سوله د حکومت مهم لومړیتوب او د افغانانو اساسي غوښتنه بللې ده.

غني زیاته کړه: ((موږ د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې یوو چې پایله یې په واقعي مانا د جنګ پایته رسېدل او تلپاتې سوله وي.سوله مو اساسي لومړیتوب دی او د افغانانو اساسي غوښتنه ده)).

ولسمشرغني دغه راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د لا ښه والي او د سیمه ییز اتصال او همکاریو د هڅونې په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو رول ارزښتناک وباله.

هغه وویل، افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه په سیمه ییز اتصال او همکاریو کې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هیوادونو د فعال ګډون غوښتونکی دی.

په ورته مهال الیس ویلز د سولې په برخه کې د ولسمشرغني د هلو ځلو قدرداني وکړه او وې ویل چې، امریکا متحده ایالات د تلپاتې سولې لپاره د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ دی او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

ویلز زیاته کړه: دوی به د سیمه ییز اتصال په برخه کې له افغان حکومت نه خپلې مرستې ونه دریغوي.
خو بل لورته ولسمشر غني په ټینګار سره وویل، د حکومتولۍ د ښه والي په برخه کې د ولسوالیو په انکشاف او اړوندو مسایلو تمرکز زیاتېږي او د افغانستان د خلکو د اقتصاد د ښه والي لپاره به اقتصادي برنامې په افغاني محصولاتو او صادراتو لا متمرکزې شي.

دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو کې په هېواد کې اقتصادي برخې ته پاملرنه ډیره شوې خو لاهم د بیکارۍ کچه اوج ته رسیږي.

خو که د اقتصاد له پلوه د هېواد په ځان بسیا کولو ته کار په چټکۍ روان دی بل لورته امنیتۍ اوضاع بیا د اندیښنې وړ ده او ډیری یې لامل بیکاري یادوي چې، خلک له مجبوریته د دولت خلاف کړنو ته هڅیږي.

ولسمشر محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د استانبول پروسې ـ اسیا زړه کنفرانس کې له ګډون او د بېلابېلو هیوادونو یو شمېر مقاماتو سره له کتنو وروسته نن سهاربیرته هیواد ته راستون شو.

راپور: ف ، م