fbpx

د حزب اسلامي ګوند د ړنګيدو خبرونه خپاره شوي

خبريال ډاټ کام :- داسې راپورنه خپاره شوي چې په اسلامي ګوند(حزب اسلامي )کې ژور اختلافات رامنځته شوي دي او په دې ورستيو کې تر ۵۰ پورې د دې ګوند مهم غړي له دې حزب څخه جلا او خپله لاره بيله کړې.

د سولې عالي شورا غړی قاضي محمد امين وقاد چې د دې حزب له مطرحه څيرو څخه شميرل کيږي ازادۍ راډيو ته په ځانګړي مرکه کې ويلې دي چې دی هم يو له هغو ۵۰ کسانو څخه يو دی چې له اسلامې ګوند څخه جلا شوی دی.

ښاغلي محمد امين وقاد په اسلامي ګوند کې ددې نوو اختلافاتو او ددې جريان رامنځته کيدا تاييد کړه.
او ويې ويل چې تر ۵۰ کسانو پورې ددې ګوند هغه مطرح غړي چې په جهاد کې يې برخه اخييسته وه، ددې ګوند په سياسي جريانونو کې شامل وو. او د سولې د راتګ او د حزب اسلامي په جوړجاړي کې يې لوی لاس درلود اوس له دې ګوند څخه جلا او خپله لار يې بيله کړې.

ښاغلي محمد امين وقاد دا هم وويل چې له اسلامي ګوند څخه دغه بيل شوي غړي په خپلو سيمو کې د پراخ نفوذ درلودونکي دي.

ښاغلي وقاد زياته کړه چې دوی او ملګرو يې هغه وخت له اسلامي ګوند څخه د بيليدا پريکړه وکړه چې ددې ګوند له مشر ګلبدين حکتميار سره يې اړيکې سړې، او دده په وينا چې په مياشتو، مياشتو يې نه شول کولای چې له ښاغلي حکتميار سره وګوري.

ښاغلي وقاد د يوې بلې ډلې د جوړولو خبر ورکړ.
هغه وويل چې د اوس لپاره يې د اتحاد حزب اسلامي تر نامه لاندي يوه نوي شورا رامنځته کړي، چې ددې شورا غړي او ددې نوي رامنځته شوي شورا مشرتابه په راتلونکي اونۍ کې اعلان شي.

هغه د دې (اتحاد حزب اسلامي شورا) د رامنځته کيدو هدف په افغانستان له دې سیاسي بحران څخه د وتلو او د افغانستان خلکو ته خدمت کول وبلل.

د حزب اسلامي د رنګيدو خبرونه په داسې حال کې خپريږي چې د دې ګوند مشر ګلبدين حکمتيار د حکومت پر ضد د پراخو لاريونونه خبردار ورکړی او د جهاد د وحتونو له پخوامي رقيب جمعت اسلامي سره يې مناسبات سم کړي دي.

هفه خپور شوی ليست چې رسنيو تر لاسه کړی دی، ډيری پکې دولتي لوړپوړي چارواکي هم ليدل کيږي.