fbpx

پکتیا کې میرمنې خپلو لاسي توکو ته د بازار غوښتنه کوي

خبریال ډاټ کام: د پکتیا ولایت یوشمیر صنعتګرې مېرمنې د خپلو لاسي توکو ته د پلور لپاره د بازار غوښتنه کوي.

د دې ولایت صنعتګرې میرمنې وایي، په لوړ کیفیت جوړ شوي لاسي توکي لري خو د پلور لپاره یې مارکیټ او بازار نشته، دغه میرمنې شکایت کوي چې، دولت ورسره د بازارموندنې او مارکیټ په برخه کې په ځلونو ژمنې کړي خو عملي کړي یې نه دي.

پروانه چې، د میرمنو لپاره ، د مریو په وسیله کمیسونه، دستمالونه او ځونډي جوړوي وایي، په دې ولایت کې میرمنو ته هیڅ پام نه دی شوی.

نوموړې وایي، په دې ولایت کې مسؤل چارواکي او د ښځو چارو ریاست له لوري له دوی سره په څو څوځلې ژمنې شوي خو عملي شوي نه دي.

پروانه زیاتوي پر یو جوړ کالیو ډیره خواري کوي خو کله چې، نه پلورل کیږي ډيره ناهیلي کیږي او بله لاره هم نه لري.

هغې زیاته کړه: (( یوه جوړه کالي په سختۍ جوړیږي، تار غواړي ، مرۍ غواړۍ، وخت غواړي خو کله چې، خرڅ نه شي بیا په کور زړیږي د دوی خواري بیځایه شي)).

پروانه وایي، د ده تر مخه چارواکو په ځلونو د لاسي توکو له جوړونکو سره د دې کار د ودې لپاره ژمنې کړي خو په خبره یې تر اوسه نه دي عملي شوي.

دهغې په خبره نه یواځې د پلور پرمهال له ستونزو کړیږي بلکې ترڅنګ یې د موادو په ترلاسه کولو کې هم سختۍ ویني.

پروانه: ((دغه کار مشکلات هم لري په سختیو سره یې مواد ترلاسه کوو او بیا یې د خرڅلاو کومه لاره هم نه وي)).

هغه وایي،د کور بل سرپرست نه لري او که یې مجبوري نه وای دا کار به یې وخته پریښی وای ځکه اوس اړه ده چې، خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه ومومي.

په هېواد کې د ښځینه وو د لاسي توکو د پلور لپاره په ټولیز ډول مارکیټ نه لیدل کیږي، تر دې دمه یواځې نندارتونونه دي چې، له دوی سره مرسته کوي او د میرمنو په لاس جوړ شوي توکی خلک پيژني.

خو میرمنې وایي، دولت په دې برخه کې هم څنګه چې په کار ده مرسته نه ده ترسره کړې.

دا یواځې پکتیا میشتې میرمنې نه دي چې، په دې برخه کې د ستونزو یادونه کوي د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم ورته ستونزې او شکایتونه موجود دي.

میرمنې وایي، که یې دولت لاسنیوی وکړي لاسي توکي به یې په نړیواله کچه شهرت ومومي.
راپور: ف، م