fbpx

پاکستان کې لاهم د پښتنو د شکنجه کولو او وژنو لړۍ روانه ده

خبریال وېبپاڼه- : په پاکستان کې نن د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې پکې د یاد حکومت له لورې د پښتنو د شکنجه کولو او وژنو لړۍ لاهم په پراخه کچه روانه ده، خو لا یې هم مخه نه ده نیول شوې.

په پاکستان کې مدني او سیاسي فعالان وایي، پاکستانی حکومت په هیڅ ډول انساني حقونو ته درناوی نه لري، دوی د کلونو راهیسې په دې هېواد کې هره ورځ په لسګونه بې ګناه بلوڅ او پښتانه زندانونو ته لېږدوي او هلته ان د ظلمونو شکنجو ترڅنګ وژل کېږي.

دغه فعالان وایي، په دې هېواد کې په زرګونه پښتانه له خپلو سیمو ورک شوي دي چې آن تر اوسه خپلو کورونو ته هم نه دي راستانه شوي، دغه راز په زرګونه نور یې زندانیان او وژل شوي هم دي.

دوی وایي، دلته ټول پښتانه او بلوڅ د نامعلومو وسله والو له لورې وژل کېږي، خو لکه څرنګه چې پاکستانی ریاست د بشري او اسلامي ارزښتونو د ساتنې خبره کوي بالکل سمه نه ده ځکه چې ټوله نړۍ یې ګوري.

یاد فعالان زیاتوي، حکومتي مشران د خپلو ګټو د ساتنې په خاطر ملت قرباني کوي، دوی په پښتنو او بلوڅانو ستر ستر ظلمونه کوي او په بیلابیلو دسیسو او تورونو کې یې قتلوي او تر زندانه یې رسوي.

په پاکستان کې بلوڅان او پښتنو هیڅ خوندي ژوند نه دی کړی، دوی تل په دې هېواد کې ځوریدلي او کړیدلي، خو د حکومت پر وړاندې هم چوپ نه دی ناست دوی وخت ناوخت د ریاست پر ضد لاریونونه هم کوي.

کله چې پاکستاني ریاست په وروستیو دوو کلونو کې د پښتنو او بلوڅانو پر وړاندې د ژوند کولو دایره تنګه کړه هم مهاله بلوڅان د خپلو مېرمنو سره یوځای د ریاست پر ضد را ووتل، دغه راز پښتانه هم په ځلونو ځلونو د ریاست پر وړاندې لاریونونه کړي دي.

د معلوماتو له مخې پاکستاني حکومت په دې وروستیو دوو کلونو کې د پښتنو پر ضد پالیسې غوره کړې وه، خو کله چې په یاد هېواد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د منظور پښتین په مشرۍ او رهبرۍ رامنځته شو نو هم مهاله د یاد ریاست سره حساب کتاب پیل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د منظور پښتین په مشرۍ له ډیر وخت راهیسې د پاکستاني ظالم ریاست پر ضد انقلابي لاریونونه پیل کړي دي، دوی په یو غږ د پښتنو حقونه په یاد هېواد کې له ریاسته غواړي چې ډیری وخت ورته د سرونو په بدله هم تمامه شوې ده، خو وروسته شوي نه دي.

د یادولو ده د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایی په یاد هېواد کې له کلونو، کلونو راهیسې پاکستاني ریاست تر دې دمه ۳۲ زره پښتانه له خپلو کورونو او نورو سیمو بیولې دي چې تر نن ورځې پورې ورک دي.