fbpx

قومي مشران: موقت حکومت موږ ته د منلو نه دی

خبریال ډاټ کام ـ : د ننګرهار یو شمیر قومي مخورو په یوه لویه ولسي غونډه کې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون نه وغوښتل چې، د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې دې ژر اعلان کړي.

دغو قومي مخورو د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون غږ وکړ چې، د ولس رایو ته دې درناوی وکړي او پایلې دې نور نه ځنډوي.

د دې غونډې ګډونوال مشر حمیدالله ملنګ وایي، د ټاکنو د پایلو دځنډ له امله په هېواد کې امنیتي حالت ورځ تربلې خرابیږي، دی وایي، له همدې امله ډیری خلک بیکاره شوي او له اقتصادي ستونزو سره لاس اوګریوان دي.

په ورته مهال یو بل قومي مشر حاجي شاه آغا وویل، د پایلو دځنډ له امله ګڼ خلک بیکاره شوي او همدا لوی لامل دی چې، ولس د حکومت پر ضد د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله راپورته کیږي.

دی وایي که حکومت پایلې وځنډوي ښآیي هېواد نور هم دبحران پر لوري لاړ شي.

د غونډې یو شمیر نور ګډونوال بیا ګواښ کوي او وایي که د ټاکنو خپلواک کمیسیون پایلې ژر اعلان نه کړي دوی به خپل مدني حرکتونه لا پراخ کړي.

قومي مشران وایي د ټاکنو کمیسیون خپلواک دی او د هیچا تر اغیزې لاندې دې نه راځي.

دوی دغه راز په هېواد کې د ځینو سیاسیونو د ګډ حکومت یا موقت حکومت د جوړیدو پر خبره هم کلک غبرګون وښود او وې ویل چې افغان ولس ته د موقت حکومت جوړېدل هیڅ د منلو نه دی.

دوی دموقت حکومت د جوړیدو له خبرې سره داسې مهال غبرګون ښيي چې،یو شمیر سیاسي ډلو په هېواد کې د ګډ او موقت حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې، اوس هم د هېواد په ۷ ولایتونو کې ثبات او همپالنه ټاکنیزه ډله اجازه نه ورکوي چې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایو بیا تفتیش ترسره کړي.

خو بل لورته د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا په تاکید سره وایي چې، دوی ته یواځې بایومتریک رایې د منلو دي.
حوا عالم نورستانۍ تیره ورځ وویلې، ټاکنیز ټيمونه دې دوی ته دخنډ جوړولو پرځای له دوی سره مرسته ترسره کړي.

د ولسمشرۍ ریاست له ټاکنو شاوخوا څه باندې دوه میاشتې تیریږي خو لاهم د ټاکنو خپلواک کمیسیون نه دی توانیدلی چې، لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

وبه لیدل شي چې، کمیسیون کله د پایلو پر اعلان بریالی کیدای شي.